Language

حکومت د کونړ د مناګي برېښناکوټ د نیمګړو چارو بشپړولو پرېکړه وکړه

اسعداباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې په کونړ ولایت کې د مناګي برېښناکوټ پاتې نیمګړې چارې دې بشپړې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

سرچينه کاږي، په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو بشپړولو لپاره به مالیې وزارت د قراردادي شرکت پاتې انوایس یا رسیدونه ورکوي او قراردادي شرکت مکلف دی چې د انوایس له اخیستلو سره سم د خپلو مقروضینو پيسې هم ورکړي.

سرچينه زياتوي، د یاد برېښنا بند ۹۷،۷ سلنه کارونه ترسره شوي او پاتې نور به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

login or register a new account.

Related Topics