منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حکومت د کونړ د مناګي برېښناکوټ د نیمګړو چارو بشپړولو پرېکړه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۴ کتنې

اسعداباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې په کونړ ولایت کې د مناګي برېښناکوټ پاتې نیمګړې چارې دې بشپړې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

سرچينه کاږي، په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو بشپړولو لپاره به مالیې وزارت د قراردادي شرکت پاتې انوایس یا رسیدونه ورکوي او قراردادي شرکت مکلف دی چې د انوایس له اخیستلو سره سم د خپلو مقروضینو پيسې هم ورکړي.

سرچينه زياتوي، د یاد برېښنا بند ۹۷،۷ سلنه کارونه ترسره شوي او پاتې نور به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

د کونړ په وټه‌پور ولسوالۍ کې د پیج درې پر سیند د مناګي برېښناکوټ چې د ۲،۱ مېګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت لري او ۷ زره کورونه روښانه کوي، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې د جوړولو چارې د برېښنا وزارت د ۹،۸ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې وې چې تر اوسه نيمګړې پاتې دي.

د کونړ اوسېدونکي د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي او وایي، د مناګي برېښناکوټ په فعالېدو سره به په مرکز اسعداباد او څو ولسوالیو کې د برېښنا په برخه کې د خلکو شته ستونزې حل شي.

د مرکز اسعداباد د دمکلي سیمې یوه قومي مشر حاجي بهاول خان پژواک خبري اژانس ته وویل: «د مناګي برېښناکوټ د جوړېدو چارې کابو یوه لسیزه وړاندې پيل شوې وې، خو تر اوسه جوړ نه شو؛ موږ د حکومت دغه اقدام ستایو چې د یاد برېښناکوټ د جوړېدو پرېکړه یې کړې ده.»

د اسعداباد د کرهالي سیمې یو قومي مشر حاجي عارف بیا وایي، حکومت ته په کار دي چې د مناګي برېښناکوټ قراردادي شرکت اړ کړي چې له شوي قراداد سره سم يې د رغونې چارې ترسره کړي.

هغه وویل: «په تېر نظام کې که فساد نه وای، نو دغه برېښناکوټ به په خپله ټاکلې موده کې جوړ شوی وای، اوس مو له حکومت څخه غوښتنه ده چې له چارو یې سم څار او نظارت وکړي او دغه بند راته ژر فعال کړي، ځکه د ګرمۍ موسم دی او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.»

د مناګي برېښناکوټ چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د جوړولو چارې د برېښنا وزارت په مالي لګښت د امین ساپي ساختماني شرکت له لوري پيل شوې وې، ټاکل شوې وه په څلور کلونو کې جوړ شي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله تر اوسه غیرفعال دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه