کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): نن په کابل ښار کې د اووه ورځو مخکې په پرتله د قزاقي اوړو بیه ټيټه شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د قزاقي اوړو بیه په قزاقستان کې د اوړو بیې له ټیټېدو سره لوېدلې ده.
خو نوموړي وویل، نن هم د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چاری په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۶۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۶۴ افغانۍ او د یو لیتر ډیزلو بیه ۶۲ افغانۍ ده.
دغهراز د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۶ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې هم پر خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن لکه تېره شنبه د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۴۵۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه ۳۵۰۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶.۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۲۰مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۵ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.
Views: 255
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن