Language

تورخم کې د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې يې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.

مسوولين وايي، دغه قيمتي ډبرې د ډبرو سکرو په یوه موټر کې ځای پر ځای شوې وې.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر صدیق‌الله قريشي بدلون نن (د غبرګولي ۲۷مه) پژواک اژانس ته وويل، د تورخم ګمرک د تشریع برخې کارمندانو له لوري په یوه لوی باروړونکي موټر کې څه باندې څلور ټنه لېتیم لرونکې ډبرې ترلاسه شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه قیمتي ډبرې د ډبرو له سکرو څخه په يوه بار ټېلري موټر کې ډېره په مهارت سره ځای پر ځای شوې وې.

login or register a new account.

Related Topics