جلالاباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې يې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
مسوولين وايي، دغه قيمتي ډبرې د ډبرو سکرو په یوه موټر کې ځای پر ځای شوې وې.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر صدیقالله قريشي بدلون نن (د غبرګولي ۲۷مه) پژواک اژانس ته وويل، د تورخم ګمرک د تشریع برخې کارمندانو له لوري په یوه لوی باروړونکي موټر کې څه باندې څلور ټنه لېتیم لرونکې ډبرې ترلاسه شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه قیمتي ډبرې د ډبرو له سکرو څخه په يوه بار ټېلري موټر کې ډېره په مهارت سره ځای پر ځای شوې وې.
لېتيم چې په نړۍ کې په کمساري توګه پيدا کېږي او لوړه بيه لري، د بېټريو، برېښنايي يا الکټرانيک وسايلو او په نورو ساختماني توکو جوړولو کې کارول کېږي.
د يادونې ده، تېره اونۍ کې هم په تورخم کې د څلور ټنه ليتيمو د قاچاق مخه نيول شوې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










