ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میمنې ښار یو شمېر هټۍوال د دوکانونو د کرایې له لوړېدو شکایت کوي

د میمنې ښار یو شمېر هټۍوال د دوکانونو د کرایې له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
18 Jun 2023 - 16:07
د میمنې ښار یو شمېر هټۍوال د دوکانونو د کرایې له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
18 Jun 2023 - 16:07

میمنه (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب مرکز میمنې ښار یو شمېر هټۍوال او کسبه‌کاران د ښاروالۍ له خوا د سلګونه پخوانيو دوکانونو پر بیارغولو خوښي څرګندوي، خو وايي چې دا چاره د دوکانونو مالکانو ته د کرایو دوه برابره ډېرولو پلمه جوړه شوې ده.

د هغوی په وینا، اوسمهال د هر دوکان کرایه د موقعیت له مخې، په کال کې له ۸۰ زره تر ۴۰۰ زره افغانیو پورې رسېږي، خو د دوکانونو مالکان په دې پلمه چې دوکانونه یې نوي جوړ کړي، غواړي کرایه يې دوه برابره لوړه کړي.

دغه هټۍوال زیاتوي چې هیڅ کرایه‌ورکوونکی د ملکیت ادعا نه لري، که مالکانو دوکان له سره جوړ کړی نو خپل ملکیت او جایداد یې دی، خو پر خپل شخصي دوکان د مصرف په پلمه باید په خپله خوښه قانون او کرایه وضع نه کړي.

د میمنې ښار د لودین سړک یو هټۍوال احسان وايي، دوه مياشتې وړاندې يې د دوکان له مالک سره د يوه کال لپاره قرارداد لاسليک کړ، اوس يې لس مياشتې پاتې دي، خو مالک خبرداری ورکړی چې دوه برابره کرايه دې ورکړي، که نه نو دوکان دې تش کړي.

د هغه په وینا، د کرایې لوړول او د کرایه‌ورکونکو -چې له څو کلونو راهیسې هلته کاروبار او پېرېدونکي لري- ځوابول هټۍوالو ته زیان رسوي او غیرقانوني کار دی.

په «چهارسموار» جاده کې یو چیني‌پلورونکی حاجي قمر وايي، هر هټۍوال له ۱۰ تر ۱۵ کلونو راهیسې په یوه دوکان کې له خلکو سره معاملات لري او له نیمايي ډېره پانګه يې پېرېدونکو ته په پور ورکړې، خو اوس د ځینو دوکانون مالکانو خبرداری ورکری چې باید دوکانونه تخلیه کړي.

نوموړي زیاته کړه: «یو شمېر کسان له هېواده بهر باد راوړې پيسې لري، غواړي چې په هغو پیسو کار او کسب وکړي، د دوکانونو مالکان یې تحریک کړي، د دوکان کرایه که دوه لکه وي نو دوی څلورو لکو ته یې لوړوي او د دوکان مالک هم پر اوسني کرایه‌ورکوونکي فشار راوړي چې یا په هغه نرخ چې دوی ټاکلی بیا قرارداد وکړي او یا هم دوکان پرېږدي.»

هغه له سیمه‌ییز حکومت په ځانګړې توګه د میمنې له ښاروال څخه غوښتنه کوي چې د خلکو اقتصادي ستونزو، د هټۍوالو څو کلن نغدي او پور په پام کی نیولو سره د هغو کسانو مخه ونیسي چې غواړي د اصول او شریعت په خلاف هټۍوال له دوکان څخه وباسي او یا کرایه دوه برابره لوړه کړي.

بل‌پلو، په تربت‌جان واټ کې شکسته‌بند محمدسلیم وایي، د غویي په ۴مه یې د هټۍ له مالک سره د ۸۰ زره افغانیو په بدل کې د کال قرارداد کړی چې د کرایې ۶۰ زره افغانۍ یې وار له مخې (په پیشکي ډول) ورکړې دي.

هغه زیاته کړه، کله چې د میمنې ښاروالۍ د پخوانیو او زړو هټیو د ویجاړولو امر وکړ، په کومه هټۍ کې چې هغه پکې فعالیت درلود، ویجاړه او بېرته ورغول شوه، خو اوس مالک ویلي چې که ۱۲۰ زره افغانۍ کرایه ورنکړي نو هټۍ ورته نه ورکوي.

هغه هم د نورو هټۍوالو په څېر له حکومت او ښاروالۍ وغوښتل چې د هېواد بد اقتصادي شرایطو ته په پام سره د هټیو د هغو مالکانو مخه ونیسي چې خپلې ژمنې ته پابند نه دي او په ښار کې په خپل سر نرخونه ټاکي.

خو د هټۍ مالک محمدافضل وایي، کله چې یې هټۍ په کال کې ۸۰ زره افغانۍ په کرایه ورکړې وه، هټۍ یې خام، خرابه او کوچنۍ وه، د ښاروالۍ له امر څخه وروسته هغه دری متره شاته ولاړ، هټۍ یې بیا په پاخه او اساسي ډول جوړه کړه، ډېرې پيسې یې پرې ولګولې او له همدې امله یې کرایه هم لوړه کړې ده.

هغه زیاتوي چې هټۍ یې ملکیت دی، حق لري څنګه چې غواړي هغسې په کرایه یې ورکړي او یا بل چاته یې ورکړي.

بلخوا د میمنې ښاروال داملا محب‌الله موفق عرب وایي، د میمنې ښار د پراختیا، پرمختګ او ښکلا لپاره دوه زره هټۍ ویجاړېږي او بېرته له سره جوړېږي چې دغه چاره په چټکۍ سره جریان لري.

خو نوموړی وايي، د میمنې د ښاروالۍ له بوختیاوو په ګټې اخیستنې سره ځيني مالکان د خپلو دوکانونو کرایه په دې پلمه غواړي لوړه کړي چې دوکانونه یې تخریب او بیارغول شوي دي؛ خو هیڅوک حق نه لري چې د کرایه‌ورکوونکي له موافقې پرته کرایه لوړه او یا هټۍوال ځواب کړي.

هغه زیاته کړه، ښاروالي مکلفه ده چې د خلکو ستونزې واوري، د ښار په ټولو ځایونو کې د دوکانونو کرایه یو ډول او کنټرول کړي.

هغه زیاته کړه: «هټۍوالو خلکو ته نغدي او پورونه ورکړي دي، د دوکانونو مالکان حق نه لري چې د شوي قرارداد تر پایه کرایه لوړه کړي او یا د بیارغولو په پلمه یې له هټۍ څخه وباسي، یوازې د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته حق لري چې د کرایې فیصدي لوړه کړي.»

د میمنې ښاروال وايي، ډېر ژر به د هټیو له مالکانو، د اصنافو له مشرانو او هټۍوالو سره یوه ناسته وکړي او د دوکانونو د کرایې ټاکلو په اړه به خبرې او پرېکړه وشي.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.