کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د کډوالو چارو اتشو لپاره د ۳۵ ځایي کارکوونکو د ګومارلو خبر ورکړی دی.
د کډوالو چارو وزارت په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د دغه وزارت په وړانديز او د ریاستالوزراء د حکم پر اساس، د دغو کارکوونکو ګومارنې د اسلاماباد، کویټې او پېښور لپاره منظور شوې دي.
سرچينه زياتوي، د یاد وزارت د بشري سرچينو رييس مدیرګل احمدي دوه ورځې وړاندې (د غبرګولي ٢٦مه) د متقاضیانو د ازموينې اخيستلو، شارټلېست، ګومارنې او د روڼتیا تامينولو په موخه پاکستان ته تللى دی.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسوولينو څخه د دغو کسانو د ګومارلو په اړه نور جزئيات ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن