Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د تعلیمي چارو پوهان: زده‌کوونکو ته دې یونیفورم مشخص کړل شي

قلعه‌نو (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغیس په مرکز قلعه‌نو کې د ښوونیزو چارو یو شمېر پوهان او د زده‌کوونکو کورنۍ، په ښوونځیو کې د هلکانو  لپاره د ځانګړي یونیفورم پر نشتوالي نیوکه کوي او وايي چې یو شان او منظم یونیفورم نظم رامنځته کوي.

د هغوی په خبره، د بادغیس په یو شمېر ښوونځیو کې د ځانګړي یونیفورم نشتوالي له امله زده‌کوونکي بېلابېلې جامې اغوندي چې بې‌نظمه او بی‌سلیقې ښکاري.

قلعه‌نو کې د یوې لېسې ښوونکي برهان‌الدین فایز پژواک خبري اژانس ته وویل: «زده‌کوونکي چې کومې جامې په کور کې اغوندي، په هماغو جامو کې ښوونځي ته هم راځي، ښه دا ده چې زده‌کوونکي د ښوونځي لپاره منظم یونیفورم ولري.»

د نوموړي په باور، د ځانګړي یونیفورم لرل په ښوونځي کې نظم رامنځته کوي او دغه راز د زده‌کوونکي خپل نظافت ته پام کېږي.

دغه ښوونکي د بادغیس د پوهنې له رياسته وغوښتل چې په دغه ولايت کې زده‌کوونکو ته د ځانګړي يونيفورم چمتو کولو لپاره اقدام وکړي څو د بی‌نظمي مخنیوی وشي.

سرچینې د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ: «له بده مرغه په زده‌کوونکو کې د یونیفورم نشتوالي له امله د ښوونې او روزنې په برخه کې بې‌نظمي رامنځته شوې، باید ژر تر ژره د هغوی یونیفورم په پام کې ونیول شي څو د بې‌نظمي مخه ونیول شي.»

په بادغیس کې یو بل ښوونکی محمدیوسف سرخابي هم وايي: «د ښوونځي زده‌کوونکي او د کوڅې هلک ترمنځ توپیر په یونیفورم کې دی، یونیفورم ډېر مهم دی.»

هغه هم پر دې باور دی چې د زده‌کوونکو یونیفورم د نظم رامنځته کېدو لامل کېږي، زده‌کوونکو درس ته  لېوالتیا ډېریږي، خپل نظافت ته توجه کوي.

سرچینې زیاته کړه: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو زده‌کوونکو په برخه کې کوښښ وکړي؛ ځکه هغوی په راتلونکي کې د ټولنې جوړوونکي دي او تمه مو ده څو زده‌کوونکو ته ځانګړی یونیفورم په پام کې ونیول شي.»

د زده‌کوونکو ځینې کورنۍ هم ورته غوښتنه کوي چې زده‌کوونکو ته دې ځانګړی یونیفورم وټاکل شي.

د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي رحمت‌‎الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «هیڅ زده‌کوونکی معلوم نه دی، هر زده‌کوونکی هر څه چې یې زړه وغواړي اغوندي یې، اصلاْ د عامو خلکو او زده‌کوونکو ترمنځ توپیر نه کېږي.»

نوموړی د بادغیس د پوهنې له ریاسته غواړي چې د یاد ولایت ښوونځیو ته ځانګړی یونیفورم انتخاب کړي.

په ورته وخت کې، د قلعه‌نو ښار بل اوسېدونکی ګل‌احمد وایي: «د ښوونځي زده‌کوونکي باید ځانګړی یونیفورم ولري څو د ټولنې له نورو عادي خلکو یې توپیر وشي، دا کار د نظم لامل هم ګرځي.»

د ګل‌احمد په وینا، د بادغیس د پوهنې ریاست باید له لومړي تر دوولسم ټولګي نارینه زده‌کوونکو ته ځانګړی، منظم او ښه یونیفورم انتخاب او جوړ کړي.

بلخوا بیا د بادغیس د پوهنې رییس محب‌الله د هلکانو زده‌کوونکو لپاره د یونیفورم نشتوالي ستونزه مني او وايي چې دا عمومي ستونزه ده.

خو هغه زیاته کړه چې یاده ستونزه د هېواد په ټولو ولایتونو کې شتون لري او ډېر ژر به هواره شي.

سرچینې څرګنده کړه چې د اړوند وزارت د پلان او امر په تمه دي او د یونیفورم په مشخصېدو سره به هغه پلی کړي.

د پوهنې رییس وایي: «په هغې کړنلاره کې چې موږ ته رارسېدلې ده، ښکاره ده چې یونیفورم ټاکل شوی، خو رسماْ موږ ته کوم هدایت نه دی راغلی، موږ د مرکز د امر په تمه یو او ان‌شاءالله ژر به وټاکل شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.