قلعهنو (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغیس په مرکز قلعهنو کې د ښوونیزو چارو یو شمېر پوهان او د زدهکوونکو کورنۍ، په ښوونځیو کې د هلکانو لپاره د ځانګړي یونیفورم پر نشتوالي نیوکه کوي او وايي چې یو شان او منظم یونیفورم نظم رامنځته کوي.
د هغوی په خبره، د بادغیس په یو شمېر ښوونځیو کې د ځانګړي یونیفورم نشتوالي له امله زدهکوونکي بېلابېلې جامې اغوندي چې بېنظمه او بیسلیقې ښکاري.
قلعهنو کې د یوې لېسې ښوونکي برهانالدین فایز پژواک خبري اژانس ته وویل: «زدهکوونکي چې کومې جامې په کور کې اغوندي، په هماغو جامو کې ښوونځي ته هم راځي، ښه دا ده چې زدهکوونکي د ښوونځي لپاره منظم یونیفورم ولري.»
د نوموړي په باور، د ځانګړي یونیفورم لرل په ښوونځي کې نظم رامنځته کوي او دغه راز د زدهکوونکي خپل نظافت ته پام کېږي.
دغه ښوونکي د بادغیس د پوهنې له رياسته وغوښتل چې په دغه ولايت کې زدهکوونکو ته د ځانګړي يونيفورم چمتو کولو لپاره اقدام وکړي څو د بینظمي مخنیوی وشي.
سرچینې د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ: «له بده مرغه په زدهکوونکو کې د یونیفورم نشتوالي له امله د ښوونې او روزنې په برخه کې بېنظمي رامنځته شوې، باید ژر تر ژره د هغوی یونیفورم په پام کې ونیول شي څو د بېنظمي مخه ونیول شي.»
په بادغیس کې یو بل ښوونکی محمدیوسف سرخابي هم وايي: «د ښوونځي زدهکوونکي او د کوڅې هلک ترمنځ توپیر په یونیفورم کې دی، یونیفورم ډېر مهم دی.»
هغه هم پر دې باور دی چې د زدهکوونکو یونیفورم د نظم رامنځته کېدو لامل کېږي، زدهکوونکو درس ته لېوالتیا ډېریږي، خپل نظافت ته توجه کوي.
سرچینې زیاته کړه: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو زدهکوونکو په برخه کې کوښښ وکړي؛ ځکه هغوی په راتلونکي کې د ټولنې جوړوونکي دي او تمه مو ده څو زدهکوونکو ته ځانګړی یونیفورم په پام کې ونیول شي.»
د زدهکوونکو ځینې کورنۍ هم ورته غوښتنه کوي چې زدهکوونکو ته دې ځانګړی یونیفورم وټاکل شي.
د قلعهنو ښار اوسېدونکي رحمتالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «هیڅ زدهکوونکی معلوم نه دی، هر زدهکوونکی هر څه چې یې زړه وغواړي اغوندي یې، اصلاْ د عامو خلکو او زدهکوونکو ترمنځ توپیر نه کېږي.»
نوموړی د بادغیس د پوهنې له ریاسته غواړي چې د یاد ولایت ښوونځیو ته ځانګړی یونیفورم انتخاب کړي.
په ورته وخت کې، د قلعهنو ښار بل اوسېدونکی ګلاحمد وایي: «د ښوونځي زدهکوونکي باید ځانګړی یونیفورم ولري څو د ټولنې له نورو عادي خلکو یې توپیر وشي، دا کار د نظم لامل هم ګرځي.»
د ګلاحمد په وینا، د بادغیس د پوهنې ریاست باید له لومړي تر دوولسم ټولګي نارینه زدهکوونکو ته ځانګړی، منظم او ښه یونیفورم انتخاب او جوړ کړي.
بلخوا بیا د بادغیس د پوهنې رییس محبالله د هلکانو زدهکوونکو لپاره د یونیفورم نشتوالي ستونزه مني او وايي چې دا عمومي ستونزه ده.
خو هغه زیاته کړه چې یاده ستونزه د هېواد په ټولو ولایتونو کې شتون لري او ډېر ژر به هواره شي.
سرچینې څرګنده کړه چې د اړوند وزارت د پلان او امر په تمه دي او د یونیفورم په مشخصېدو سره به هغه پلی کړي.
د پوهنې رییس وایي: «په هغې کړنلاره کې چې موږ ته رارسېدلې ده، ښکاره ده چې یونیفورم ټاکل شوی، خو رسماْ موږ ته کوم هدایت نه دی راغلی، موږ د مرکز د امر په تمه یو او انشاءالله ژر به وټاکل شي.»
Views: 15
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP