کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې ۲۶۷ کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د پژواک د یوه راپور له مخې، دوه ورځې مخکې د دغه وزارت مسوولینو خبر ورکړ چې ۱۰۴ کسان پر یاده ناروغۍ اخته او اووه کسان یې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د زونوسیس ناروغیو مسوول ډاکټر فخرالدین ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، کانګو یا وینې بهوونکې ګډه انساني او حیواني ناروغي ده چې د کنې د چیچلو، نیمخامې غوښې خوړلو او یا هم د منتن حیواناتو له خولې د افرازاتو له لارې سالم شخص ته انتقالېږي.
د هغه په خبره، د دې ناروغۍ ابتدایي نښې نښانې شدیده تبه، سردردي، د عضلاتو درد، د مفصلونو دردونه، د ګېډې درد، استفراق، د ستونې درد، منضمه التهاب، زېړی او سینه بغل دي او د یادې ناروغۍ پرمختللي نښې نښانې تر پوستکي لاندې خونریزي او له خولې، پزې او غوږونو شدیده خونریزي ده.
د ډاکټر فخرالدین د معلوماتو له مخې، د وري میاشتې له لومړۍ تر اوسه (د غبرګولي ۲۹مه) په هېواد کې د کانګو ۲۶۷ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د دې ناروغۍ ویروس د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې خپره شوې، خو زیاته یې کړه چې ډېرې پېښې یې په کابل، جوزجان، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د هغه د کانګو پېښې د ډېرېدو په حال کې یادې کړې او زیاته یې کړه چې پر دې ناروغۍ ډېری قصابان، مالداران، ښځې او روغتیایي پرسونل اخته دي.
هغه د دې ناروغۍ ډېرېدو لامل د پوهاوي کچې ټیټوالی وباله او زیاته یې کړه: «دغه پېښې په لومړيو کې کمې وې؛ ځکه موږ یوازې له تاسې سره کتلوي راپور شریکاوه؛ کتلوي یعنې هغه پېښې چې دوه نفره په یوه سیمه کې وي او اوس ټولې پېښې که هغه کتلوي او یا هم فردي وي، شریکوو.»
سرچینې زیاته کړه: «خلک د عامې روغتیا وزارت خبرې جدي نه نیسي او زموږ د خلکو د پوهاوي کچه ډېره ټيټه….. له همدې امله دغه پېښې د ډېرېدو په حال کې دي.»
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د څارویو حلالولو پر مهال له دستکش، ماسک، عینکو او موزو استفاده وکړي او هغه ځای چې په کې حیوان حلالېږي، د عفونې ضد موادو ومینځل شي.
سرچینې وویل چې د حلال شوي حیوان وینه دې تر خاورو لاندې شي.
ډاکټر فخرالدین خلکو، په ځانګړي ډول ښځو ته سپارښتنه وکړه چې د غوښې ټوټه کولو او پخولو پر مهال دې له ماسک او دستکشونو استفاده وکړي، له هغه وروسته دې حتماً خپل لاسونه پر اوبو او صابون ومینځي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن