کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، نیدرلنډ د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د افغانستان له بشري صندوق سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
د ملګرو ملتونو سازمان یادې ادارې نن (دوشنبه، د غبرګولي ۲۹ مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له دې مرسته سره له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راهیسې یاد هېواد د افغانستان بشري صندوق سره ۷۴ میلیون یورو مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) مشرې ایزابل موسارد د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دینمحمد حنیف سره په لیدنه کې ویلي وو چې دغه سازمان په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۷،۵میلیون اړو کسانو ته بشري خدمتونه وړاندې کړي دي.
اوچا له دې مخکې ویلي و چې په روان ٢٠۲٣ زېږديز کال کې په افغانستان کې تر ٢٨ ميليون ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
Views: 134
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن