ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ځيني ځوانان: حکمي ګومارنې دې بندې او دولتي بستونه دې ازادې سیالۍ ته وسپارل شي

تخار کې ځيني ځوانان: حکمي ګومارنې دې بندې او دولتي بستونه دې ازادې سیالۍ ته وسپارل شي

author avatar
19 Jun 2023 - 15:32
تخار کې ځيني ځوانان: حکمي ګومارنې دې بندې او دولتي بستونه دې ازادې سیالۍ ته وسپارل شي
author avatar
19 Jun 2023 - 15:32

تالقان (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): په تخار کې یو شمېر لوستي ځوانان په دولتي ادارو کې په حکمي ډول د ګومارنو په‌ تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د حکمي ګومارنو دوام به د ځوانانو د غیرقانوني کډوالېدو او له زده‌کړو سره د دوی د لېوالتیا کمېدو لامل شي.

دغه ځوانان له ‌حکومته غواړي چې د دولتي ادارو بستونه دې ازادې سیالۍ ته وړاندې شي، څو د خلک د خپلې وړتیا او استعداد له مخې پر دندو وګومارل شي.

شجاع فرهنګ هغه ځوان چې له پوهنتونه د فارغېدو په درشل کې دی، هغه وايي چې د سختو اقتصادي ستونزو په زغملو سره یې زده‌کړو ته دوام ورکړی او هیله‌ لري چې د ازادې سیالۍ له لارې په یوه دولتي اداره کې پر دنده وګومارل‌ شي. ‌

خو هغه په‌هېواد په ځانګړې توګه تخار ولایت کې د حکمي ګومارنو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي: «که په حکمي توګه کسان پر دندو ګومارل کېږي، نو لوستي ځوانان ناهیلي کېږي، وړتیا په پام کې نه نیول کېږي، د ملت او دولت ترمنځ واټن رامنځته کېږي او په غیرقانوني ډول د کادورنو د کډوال‌کېدو لامل ګرځي.»

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې په حکمي توګه ګومارنې بندې کړي او د دولتي ادارو بستونه دې ازادې سیالۍ ته وسپاري، څو ځوانان د خپل استعداد او وړتیا له‌مخې پر دندو وګومارل شي.

د تخار بل ځوان احمدرضا وویل: «په حکمي ډول ګومارنې د دې لامل شوې چې ځوانان له راتلونکي ناهیلي شي، هر څوک چې واسطه لري، د وړتیا او استعداد په پام کې نیولو پرته پر هر بست چې وغواړي، دنده ترلاسه کولی شي.»

نوموړي زیاته کړه، هغه کسانو چې کلونه کلونه یې زیار ایستی چې خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي او دنده ترلاسه کړي، اوس په دغه وضعیت کې نه شي کولی چې په دولتي ادارو کې کار وکړي؛ ځکه واسطه نه لري خو تحصیل لري، په داسې حال کې چې د حکمي ګومارنې په دوام سره واسطه تر وړتیا او استعداد مخکې وي.

هغه هم له حکومته غواړي چې دغه وضعیت ته د پای ټکی کېښودل شي.

د تخار پوهنتون محصل او د بغلان ولایت اوسېدونکی یحیی وايي، په دولتي ادارو کې ډېری بستونو کې خلک د حکم له لارې ګومارل کېږي، په داسې حال کې چې د ګومارنې پروسه باید د ازادې سیالۍ له لارې ترسره شي.

هغه وویل: «داسې لوستي ځوانان هم شته چې د وزګارتیا له امله ناقانونه کډوالۍ، اعتیاد او ان ځان‌وژنې ته مخه کړې، که د ګومارنې پروسه د ازادې سیالۍ له لارې ترسره شي، لوستي ځوانانو ته د کار پر زمینې برابرېدو سربېره لوړو زده‌کړو ته د خلکو لېوالتیا هم ډېریږي.»

دغه راز، د تخار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو امر انجنیر احمدخان له پژواک سره په مرکه کې که څه هم د حکمي ګومارنو شمير په اړه معلومات نه ورکوي، خو له حکومت سره په همغږۍ د یوې کميټې د جوړيدو خبر ورکوي او وایي، ټاکل شوې د ملکي ادارو بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان شي، څو لوستي ځوانان هم په ازموینه کې ګډون وکړي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.