ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني جغتو کې یو شمېر کروندګر د باغچري بند د اوبو خوشې کېدو غوښتنه کوي

د غزني جغتو کې یو شمېر کروندګر د باغچري بند د اوبو خوشې کېدو غوښتنه کوي

غزني ښار (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د غزني د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د باغچري بند له اوبو ډک شوی او د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره باید د دغه بند اوبه ور خوشې شي.

د دوی په وینا، د باغچري بند اوسمهال کافي اندازه اوبه لري او له دغه اوبو څخه باید په منظم ډول د ځمکو خړوبولو لپاره کار واخیستل وشي.

د جغتو ولسوالۍ د قیاق درې اړوند باغچري کلي یوه قومي مشر محمد مهدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سږ کال په لومړیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د بند کاسه له اوبو ډکه شوې چې نور د اوبو ذخیره کولو وړتیا نه لري.

هغه له سیمه‌ییزې ادارې د بند د اوبو خوشې کولو غوښتنه کوي او وایي، هغه کرنیزې ځمکې چې له یاد بند څخه خړوبېږي، اوسمهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي او کروندګر حمید پژواک ته وویل، که د خلکو کروندو ته یې پر وخت اوبه ونه رسېږي، د ټول کال خواري به یې له خاورو سره خاورې شي او سلګونه زره افغانۍ تاوان به ور واړوي.

هغه وایي، پر خپلو کښتونو يې ډېر لګښت کړی، خو له ډېره وخته د یاد بند اوبه پرې بندې شوې دي او که ور خوشې نه شي نو فصلونه به یې ورځ تر بلې له ګواښ سره مخ شي.

د نوموړي په خبره، د یادې ولسوالۍ شاوخوا د پنځلس کليو ټولې کرنیزې ځمکې د یاد بند پر اوبو خړوبېږي او د خړوبولو لپاره یې اوس یو مهم موسم دی چې کښتونه یې باید خړوب وساتل شي؛ خو د بند اوبه د سیمه‌ییزي ادارې له لوري نه ور پرېښودل کېږي او به بزګران له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د غزني ولايت د فرعي سينديزې حوزې د ولاړو اوبو ريیس مولوي محمدشفیق منصور عمر وايي: «په غزني کې د اوبو د نشتوالي ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، نو موږ هم چې د سیمو خلک د اوبو د نشتوالي له لوی ګواښ سره مخ نشي او د وچکالۍ لوی ناورین رامنځته نشي، د اوبو منظموالی په خپل لاس کې اخیستی دی.»

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د اوبو چارو د تنظيم او تخنيکي پلاوي د قياق درې د باغچری بند د ليدني په موخه استول شوی و، د پلاوي له نظر ورکولو وروسته پر دې پرېکړه وشوه چې يوه اندازه اوبه دې خوشې شي.

هغه د سیمي ولسونو ته ډاډ ورکړ چي په بند کې د ۱۲ متره په لوړوالي اوبه ولاړې دي، ۶ متره اوبه به په منظم ډول د پنځو شپږو ورځو په موده کې خوشې شي، څو د خلکو کښتونه خړوب شي.

د هغه په خبره، دا لومړی ځل دی چې له ياد بند څخه اوبه د دوی او د سيمې خلکو په همغږۍ خوشې کېږي او خلک به هم رضايت ولري.

د معلوماتو له مخې، د بچخري بند د غزني د جغتو ولسوالۍ په باغچري کلي کې د ولایتي بیارغونې ټیم/  PRT له لوري په ۱۳۸۸ لمریز کال کې جوړ شوی چې د ۸۰۰ زره مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.

Views: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.