Pajhwok Afghan News

زابل کې سوداګر وايي، له دې وروسته به راکړه ورکړه په افغانیو کوي

کلات (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات کې نن یو شمېر سوداګرو د یوې ناستې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به په خپلو سوداګریزو معاملو کې ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کوي.

د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس حاجي عبدالقادر وویل، سوداګر د افغانۍ په دودولو کې مهم مسوولیت لري او دوی به هڅه کوي چې په خپل ولایت کې په بهرنیو پيسو راکړه ورکړه بنده کړي.

هغه وايي، د سوداګرو په کلک هوډ سره په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخه نیول کېدای شي.

د حاجي همایون په یوم یو بل سوداګر هم وویل، د زابل ټولو سوداګرو د ناستې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې پېر او پلور به یوازې په افغانۍ کوي او په دې سره به په خپل ولایت کې د بهرنیو پيسو د چلښت مخه نيسي.

هغه وویل: «موږ ټولو سوداګرو په ګډه پرېکړه وکړه چې نور به په خپل ولایت کې پېر او پلور یوازې پر افغانیو کوو او د افغانۍ په ترویج کې به له دولت سره همکاري کوو.»

د زابل ولایت چارواکو هم په یاده غونډه کې له سوداګرو هیله وکړه چې د افغانیو په ترویج او د بهرنیو اسعارو په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي.

ځايي چارواکو وویل چې په دغه ولایت کې په پراخه کچه افغاني بانکنوټونه شته او که سوداګر وغواړي نو دوی کولی شي چې په کافي اندازه نوې افغانۍ ورکړي.

د زابل مسوولینو دغه راز د سوداګرو له یادې پرېکړې هرکلی وکړ او ويې ویل چې افغانۍ ملي هویت دی او په ګډه به يې دودوي.

په یاد ولایت کې د افغانستان بانک څانګې استازي بریالي مزمل وویل، که سوداګر د افغانیو په راکړه ورکړه کې ستونزې ولري نو دوی ورسره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

هغه وايي، سوداګر د افغانیو په دودولو کې مهم رول لوبولی شي او هیله ده چې په بازار کې پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخه ونیسي.

مزمل زیاته کړه، په هېواد کې پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې بندول د سوداګرو په ګډون د ټولو هېوادوالو په ګټه ده.

د یادونې ده، حکومت په هېواد کې پر بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې بندیز لګولی دی.

Views: 43

Exit mobile version