ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: افغانستان کې داعش نشته؛ ډېر یادول یې دې ډلې ته د تبلیغ کولو په معنا دي

حقاني: افغانستان کې داعش نشته؛ ډېر یادول یې دې ډلې ته د تبلیغ کولو په معنا دي

author avatar
23 Jun 2023 - 10:46
حقاني: افغانستان کې داعش نشته؛ ډېر یادول یې دې ډلې ته د تبلیغ کولو په معنا دي
author avatar
23 Jun 2023 - 10:46

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، داعش ډله په افغانستان کې نشته، ښايي پټ محدود فکري ملاتړي ولري چې د اندېښنې وړ نه دی؛ خو ډېر یادول او غټ ښودل یې هغوی ته تبلیغ کول دي چې باید ډډه ترې وشي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپل ټويټر ليکلي، د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني تېره ورځ د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک مفتش فریدون سینیرلي سره وکتل.

سرچينه زياتوي، د ناستې په پیل کې فریدون سینیرلي وویل، له تېرو څلوېښتو کلونو وروسته امنيت ټينګ شوى، له فساد او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ شوى او زیاتوي چې نړۍواله ټولنه له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي.

هغه زياته کړې، د نشه‌يي توکو قاچاق او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ همغږي رامنځته شي.

دی زیاتوي: «افغانستان یو له هغو لومړنیو هېوادونو و چې د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته یې غړیتوب ترلاسه کړ او د افغانستان څوکۍ د ملګرو ملتونو له لومړنیو څوکیو ده.»

سینیرلي بشري حقونه د ټولو انسانانو اساسي حقونه ياد کړل، ویې ویل، په دې اړه دې د ملګرو ملتونو اندېښنو ته پاملرنه وشي.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني له نړۍ سره د تعامل په اړه وویل: «له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل د تېر شل کلن اشغال سیوری پروت دی او په یوه ډول د هغې زمانې د سیاست دوام دی چې موږ یې ګټمن نه بولو.»

هغه له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه ويلي، اسلامي امارت د نشه‌يي توکو په له منځه وړو کې پوره هڅه کړې او خپل مسوولیت یې ادا کړی؛ نړۍواله ټولنه هم باید د بدیل معیشت په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

حقاني د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او د دښمنانو هڅې یې ناکامې وبللې.

هغه زياته کړې: «داعش جګړه‌مار په افغانستان کې علناً وجود نه لري، ښايي پټ محدود فکري ملاتړي ولري چې د اندېښنې وړ نه دی؛ خو د دې پدیدې ډېر یادول او غټ ښودل هغو ته تبلیغ کول دي چې باید ډډه ترې وشي.»

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي په کابل کې د تښتول شوي ترکي انجنیر د چټک راخلاصون له امله مننه وکړ او ويې ویل چې په ياده ناسته کې ډېر معلومات ترلاسه کړل چې په خپل راپور کې به یې ځای کړي.

دغه راز نوموړي ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ هیله‌ وښوده.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.