[restrict paid="true"]
پلخمري (پژواک،۳ چنګاښ ۱۴۰۲) د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د خواجه زید په نوم مرمر ډبرو کان کیندنې چارې د دوو کورني شرکتونو له خوا پیل شوې.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د چنګاښ په ۳مه د یاد کان کیندنې د پیل مراسمو کې وویل، د کیندنې قرارداد له دوو افغاني شرکتونو سره شوی دی.
هغه پژواک ته وویل، دغو شرکتونو د کانونونو له وزارت سره د استخراج هوکړې کړې وې.
حقاني وایي، کانونه ملي شتمنۍ ده، په هر ځای کې چې یې د استخراج قرارداد کېږي، هلته به بیارغونې کېږي، سړکونه به رغېږي سیمې ابادیږې، ګټې یې شخص ته نه، بلکې ټولې سیمې ته رسېږي.
والي وویل چې له ملي ګټو سمه څارنه کېږي، کیندنې به یې مسلکي وي او د ضایعاتو مخه به نیول کېږي.
د کانونو وزارت استازي انجنیر محمدعادل صافي وویل، د بغلان د خواجه زید دغه کان ممکن ډېر مرمر ولري خو شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرار داد ورکړل شوی، په دې موده کې به یوازې ګټونکی شرکت استخراج کوي.
هغه زیاته کړه، قراردادي شرکت به حکومت ته د یو ټن مرمر ډبرې پر استخراج ۹۰۰ افغانۍ ورکوي ترڅنګ یې مکلف دی چې د قرارداد له مخې دغې سیمې ته غځېدلی سړک ورغوي او د یادې سیمې اوسېدونکي به هم پر کار ګوماري.
د قراردادي شرکت مسوول حاجي عبیدالله وايي، د مرمر ډبرو دغه کان چې یو کیلو متر مربع مساحت او ۸۱ متره لوړوالی لري، د پنځو کلونو لپاره یې په قرارداد نیولی.
هغه وویل، دغه کان میلیونونه ټنه مرمر لري خو دوی یوازې د پنځو کلونو لپاره د استخراج اجازه لري.
نوموړی وايي، د قرارداد له مخې به لومړی له دغو مرمرو د کور دننه اړتیا پوره کوي بیا به چین، ترکيې او ازبکستان هېوادونو ته هم صادرېږي.
د شوې سروې له مخې، د دغه کان مرمر د افغانستان له تر ټولو لوړ کیفیت لرونکي مرمر دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي ارباب جمالالدین وویل، کانونه ملي شتمني ده، باید د خلکو د ګټې لپاره استخراج شي.
نوموړي پژواک ته وویل، د دې سیمې اوسېدونکي خورا بېوزلي دي او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې له دغه کان څخه د مرمر د استخراج یوه څه پیسې دې د دې سیمې پر سړک، کلینیک او ښوونځیو پر جوړولو ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو وزیر تېره میاشت بغلان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو چې په نږدې ورځو کې به له څو کانونو د استخراج کار پیل شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP