کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د اووه ورځو مخکې په پرتله د قزاقي اوړو، هندۍ بورې، سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوېدلې، خو د ډیزل تېلو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۵.۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانیو تبادله کېږي.
د غبرګولي په ۲۷مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.
صرافان وايي، هر کال د اختر ورځو په را رسېدو سره د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت کمېږي؛ ځکه چې د پیسو حواله، د حکومتي، غیرحکومتي بنسټونو کارکوونکو او ځینو خلکو معاشونه چې ډالر وي، افغانیو ته یې تبدیلوي او ورسره د ډالرو ارزښت ټيټېږي.
په خوارکي توکو کې د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې لوېدلې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته او د هندي بورې بیه له ۳۶۰۰ څخه ۳۵۵۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د هغه په وینا، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې له لوېدلو او په صادروونکو هېوادونو کې د دغو توکو د بیو ټيټېدو سره په کابل ښار کې یې هم بیې لوېدلې دي.
خو نوموړي وویل، نن هم د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ډېزل تېلو بیه لوړه شوې ده.
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لیتر ډیزلو بیه له ۶۲ نه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، په نړۍواله کچه د ډیزل تېلو بیې لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې هم بیه لوړه شوې ده.
خو نوموړی وایي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو لیتر پټرول تېلو بیه له ۶۴ څخه ۶۲ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
نوموړی د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوېدل او د تېلو وارداتو زیاتوالی، په کابل ښار کې د پټرول تېلو بیې ټيټېدو لامل بولي.
د اوبلن ګازو په بیه کې بدلون نه دی راغلی.
د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۵۶ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیه لوېدلې ده
د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ څښتن محمدفواد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۵۰۰ څخه ۴۴۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۵۰۰ نه ۳۴۵۰ افغانیو ته ټېټه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلېدو سره اړیکه لري.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن