کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): په پکتيکا ولایت کې له ۱۱زره ۲۱۸ بېوزلو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او په زابل کې ۹۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې.
د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د دغه ولایت د مرکز ښرنې په ګډون، لسو ولسوالیو کې له ۱۱۲۱۸ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یاد ریاست د عامه اړیکو مسوول شفیعالله همت پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ کیلوګرامه غوړي، یو پاکټ مالګه، ۳۳ پاکټه د خوارځواکو ماشومانو او مېرمنو لپاره تقویتي مواد ورکړل شول.
دغهراز د زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول حافظ عبدالحلیم فرقاني پژواک اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا ۹۰۰ کسانو ته د میاشتني کار په بدل کې نغدې پيسې ورکړل شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP