کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): په پکتيکا ولایت کې له ۱۱زره ۲۱۸ بېوزلو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او په زابل کې ۹۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې.
د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د دغه ولایت د مرکز ښرنې په ګډون، لسو ولسوالیو کې له ۱۱۲۱۸ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یاد ریاست د عامه اړیکو مسوول شفیعالله همت پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ کیلوګرامه غوړي، یو پاکټ مالګه، ۳۳ پاکټه د خوارځواکو ماشومانو او مېرمنو لپاره تقویتي مواد ورکړل شول.
دغهراز د زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول حافظ عبدالحلیم فرقاني پژواک اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا ۹۰۰ کسانو ته د میاشتني کار په بدل کې نغدې پيسې ورکړل شوې.
هغه زیاته کړه، د چیکډيمونو جوړولو دغه پروژه نهه میاشتې مخکې پیل شوې وه او نن یې چارې بشپړې شوې.
فرقاني وايي، د تېرو نهو میاشتو په بهیر کې هر کارګر ته د مياشتې ۸۵۰۰ افغانۍ ورکول کېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









