ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوشحال کاکړ: پلار مې غوښتل پر افغانانو د شوو ظلمونو ازاده پلټنه وشي

خوشحال کاکړ: پلار مې غوښتل پر افغانانو د شوو ظلمونو ازاده پلټنه وشي

author avatar
25 Jun 2023 - 00:57
خوشحال کاکړ: پلار مې غوښتل پر افغانانو د شوو ظلمونو ازاده پلټنه وشي
author avatar
25 Jun 2023 - 00:57

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲):د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (میپ) مشر خوشحال کاکړ وایي، پلار یې (عثمان کاکړ) غوښتل پر پښتون افغان د شوو ظلمونو ازاده پلټنه وشي.

نوموړي دا څرکندونې د غبرګولي په ۳مه په هغه ټویټر سپیس کې وکړې چې د پښتون کونسل کاناډا له خوا د وتلي پښتون سیاستوال عثمان کاکړ د دویم تلین په مناسبت جوړ شوی و.

په دغه سپیس کې د لسګونو ګډونوالو ترڅنګ د لر او بر پښتنو سیاستوالو، لیکوالو، څېړونکو او ژورنالېستانو برخه اخیستې وه.

په دې کسانو کې ډاکټر سید عالم محسود، پروفیسور عالم خان، عبدالغفور لېوال، مشال خان کاکړ، وړانګه لوڼۍ، نصرالله زهري، سردار حسین بابک، ایمل خټک او یو شمېر نور شامل وو.

د دغه ټویټر سپیس ویناوالو د عثمان خان کاکړ پر ژوند، سیاست او مبارزې هر اړخیزې خبرې وکړې او د هغه د سیاسي مبارزې پر روانه ساتلو یې ټینګار وکړ.

د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک وویل، عثمان کاکړ د نوي نسل رهبر و، د هغه له سیاسته ځوانانو ته یوه رڼا ښکارېده.

هغه زیاته کړه، پښتنو او بلوڅانو د عثمان کاکړ ملاتړ کاوه او ده هم د دواړو د حقونو لپاره مبارزه کوله.

دی وایي، په دې حساسو شرایطو کې اوس د عثمان کاکړ په څېر یو رهبر ته سخته اړتیا ده.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي غړي سردارحسین بابک وویل چې عثمان کاکړ هره خبره په نره او په زغرده کوله او هیڅکله د مصلحت ښکار شوی نه و.

هغه وویل چې نوموړی یو زړور رهبر او د ځوانانو په منځ کې یې ډېر مینه‌وال درلودل.

په واشنګټن کې مېشت پښتون ژورنالېست رحمان بونیري وویل، عثمان کاکړ د پښتون افغان قام له ستونزو، روایاتو او فرهنګ څخه باخبره رهبر و او د هغه په خبرو کې یو څرګند پیغام پروت و.

دی وایي، د هغه په خبرو کې پښتون افغان ملت ته یو څرګند پیغام پروت و، د خپل ملت په غم غمجن او په ښادیو خوشحاله کېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي مشرې وړانګې لوڼۍ وویل، عثمان کاکړ د افغان وطن غمخوار و او دې ورسره په څنګ کې مبارزه کوله.

هغې زیاته کړې: «عثمان کاکړ به تل ویل چې موږ په شتمن وطن کې د غلامۍ ژوند کوو، خو له دې غلامۍ د خلاصون لپاره باید پراخه مبارزه وشي.»

لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال وویل، د عثمان کاکړ ملي اجنډا پراخه وه؛ افغاني خاوره په کې شامله وه، هغه وړوکی فکر نه کاوه، بلکې پراخ فکر یې درلود.

د هغه به وینا، عثمان کاکړ د ټول پښتون افغان لپاره مبارزه کوله او د پښتون پر ملي اجنډا باندې یې ټینګار کاوه.

لېوال وویل، د دې ترڅنګ چې هغه په ملي سیاست کې ډېره تجربه لرله، په نړۍوال سیاست کې یې هم پراخه تجربه او معلومات درلودل او دا معلومات یې له خپل ولس سره شریکول او له هيچا نه ډارېده.

هغه زیاته کړه، عثمان کاکړ له هغو دسیسو پرده پورته کړې چې د افغان پښتون پر ضد روانه وه، یوازې پرده یې نه ده پورته کړې، بلکې پر وړاندې یې درېدلی او مبارزه یې کړې ده؛ همدغه جراات او سپینه وینا د ده د مرګ لامل شو.

د عثمان کاکړ زوی، سیاسي ځای‌ناستی او د پښتونخوا میپ ګوند مشر خوشحال خان خټک د پښتون کونسل کاناډا څخه مننه وکړه چې د عثمان کاکړ دویم تلین نمانځلو لپاره یې دا پروګرام جوړ کړ.

هغه زیاته کړه: «عثمان کاکړ ملي شهید او افغان شهید دی، بلکې هغه د محکومو قومونو شهید و، پر افغان او افغانیت مين او تل یې نه یوازي د پښتون افغان، بلکې د ټولو محکومو قومونو لپاره یې مبارزه کوله.»

خوشال خان کاکړ وویل، له تېرو ۲۰۰ او ۳۰۰ کلونو راهیسې پر افغان پښتون قوم ظلمونه کېږي او تر نړۍوالو دسیسو لاندې دي، خو عثمان کاکړ غوښتل پر پښتون افغان قام چې له سلګونو کلونو راهیسې ظلمونه کېږي، د هغو بې پرې او پراخه څېړنه او پلټنه وشي.

د هغه په وینا، عثمان کاکړ پر دې کار کاوه څو پر پښتون افغان قام د ظلمونو لاملونه په ډاګه شي او معلومه شي چې ولې دا ظلمونه شوي دي.

[/restrict]

Views: 231

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.