کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د سرې میاشتې له خوا یو کلینیک چې ناروغانو ته به وړیا خدمات وړاندې کوي، جوړ شو.
افغاني سرې میاشتې نن (د چنګاښ ۵مه) په یوه ټويټ کې لیکلي، د زابل د شاهجوی ولسوالۍ په خاکي سیمه کې د څه باندې ۵.۴ میلیون افغانیو په لګښت یو فرعي کلینیک جوړ شو.
د سرچینې په حواله، د یاد ولایت اوسېدنکو له دې مخکې روغتیایي مرکز ته لاسرسی نه درلود.
د سرچینې په وینا، اوس مهال افغاني سره میاشت د دغه فرعي کلینیک سربېر د دغه ولایت په مرکز کلات ښار، میزانه او خاک افغان ولسوالیو کې ۳ نور فرعي کلینیکونه او درې ګرځنده روغتیايي ډلې لري.
په دغه ټویټ کې راغلي: «دغه راز یو له دغو ګرځنده ټیمونو په نوبهار ولسوالۍ کې، یو یې په میزانه او یو هم په خاک افغان ولسوالۍ کې فعالیت کوي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP