د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې یو کلینیک جوړ شو
د جوزجان سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په مریادن ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک له جوړېدو خبر ورکوي؛ بلخوا، د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخکې یې د معیاري روغتیايي مرکز نشتون له امله خپل ناروغان د دغه ولایت مرکز ته لېږدول.



