ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: د جګړو پر مهال ځاى پرځاى شوي ماينونه اوس هم د خلکو ژوند ګواښي

د خوست خلک: د جګړو پر مهال ځاى پرځاى شوي ماينونه اوس هم د خلکو ژوند ګواښي

author avatar
28 Jun 2023 - 15:10
د خوست خلک: د جګړو پر مهال ځاى پرځاى شوي ماينونه اوس هم د خلکو ژوند ګواښي
author avatar
28 Jun 2023 - 15:10

خوست ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، د تېرو جګړو پر مهال ځاى پرځاى شوي چاودېدونکي توکي اوس هم خلکو ته مرګ‌ژوبله اړوي؛ خو امنيتي مسوولين بيا وايي چې د يادو توکو له منځه وړلو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

د خوست امنیتي مسوولین وايي، د دغه ناچاوده توکو او مهماتو د چاودنې له امله په تېرو څو کلونو کې ۱۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني‌خېلو سيمې ۵۵ کلن حاجي مامور يو له هغو کسانو دی چې خپل ۱۴ کلن زوی يې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله له لاسه ورکړی دی.

حاجي مامور پژواک اژانس ته وويل، پر زوی يې د روان کال د روژې مياشتې په ۱۸مه هغه مهال ناچاوده توکو چاودنه وکړه چې دوو نورو ماشومانو سره يې لوبې کولې.

هغه وويل، په ياده چاودنه کې يې زوى او يوه بل ماشوم ژوند له لاسه ورکړ او بل ملګرى يې ټپي شو.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، هغه ساحې دې ژر تر ژره پاکې کړي چې د تېرو جنګونو له امله په کې ناچاوده توکي پاتې دي؛ ځکه د هغه په وينا، کېدای شي دغه توکي د نورو کسانو د مرګ‌ژوبلې لامل هم وګرځي.

هغه زياتوي: «له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي اوس هم خلکو ته مرګ‌ژوبله اړوي، بايد د له منځه وړلو لپاره يې جدي هلې ځلې وشي.»

دغه‌راز د خوست يو بل اوسېدونکی نواب وايي چې څه موده وړاندې د ناچاوده توکو د چاودنې پر مهال يې يو نهه کلن ورور وژل شوى او پنځه کلن زوی يې ټپي شوی وو.

هغه له پژواک سره په خبرو کې د خوست ولايت له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د ناچاوده توکو او مهماتو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

هغه وايي: «د ورځې يوولس بجې به وې چې د چاودنې غږ شو، ور ووتم، ګورم چې يو ورور مې وژل شوی او زوی مې ټپي دی. دا ساحه بايد له ناچاوده توکو څخه صفا شي.»

په ورته مهال، د ځني‌خېلو یوه بل اوسېدونکي نورزمان نوري پژواک ته وويل چې په تېرو شلو کلونو کې په دې سيمه کې سخته جګړه شوې ده.

هغه وويل، د یادې سیمې په مختلفو ځایونو کې اوس هم ناچاوده توکي او مهمات پاتې دي چې حکومت يې بايد ژر تر ژره له منځه يوسي.

د اړوندې موضوع په اړه د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک ته وويل چې په بېلابېلو وختونو کې د يادو ناچاودو توکو د چاودنې له امله ټولټال څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

هغه نادرشاه کوټ، صبري او موسی‌خېل د خوست هغه درې ولسوالۍ يادې کړې چې په ځينو سيمو کې يې د جګړو له امله ناچاوده توکي او مهمات پاتې دي.

ګربز زياته کړه: «زموږ د امنيې قوماندانۍ د انجنیرۍ ټيم د ولس په همکارۍ وخت ناوخته داسې ساحو ته ځي او هلته منفجره مواد او هغه چې شل کاله له جنګ څخه پاتې شوي دي، راټولوي او له منځه يې وړي.»

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د داسې توکو په ليدلو سره ژر تر ژره امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

د یادنې ده، په تېرو څو کلونو کې د خوست ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ناچاوده توکو چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

Views: 162

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.