ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د علماوو او قومي مشرانو له لوري د شخړو هواري پخوانی دود دې ژوندی وساتل شي»   

«د علماوو او قومي مشرانو له لوري د شخړو هواري پخوانی دود دې ژوندی وساتل شي»   

author avatar
28 Jun 2023 - 09:26
«د علماوو او قومي مشرانو له لوري د شخړو هواري پخوانی دود دې ژوندی وساتل شي»   
author avatar
28 Jun 2023 - 09:26

پاراخ (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وايي، اوس‌ هم په ‌دغه ولایت کې ډېری شخړې د قومي مشرانو له لوري هوارېږي او ښه به دا وي چې د ملي مسایلو په حل کې هم ‌دغه پخوانی دود له پامه ونه غورځول شي.

د شخړو د هواري لپاره د علماوو او سپین‌ږیرو ناستې له پخوا په افغانستان کې دود دي.

د پنجشېر یو شمېر قومي مشرانو او علماوو پژواک خبري اژانس ته وویل چې په‌ دغه ولایت کې ډېری شخړې اوس‌ هم د دغه ډول ناستو له لارې حل او فصل کېږي.

دوی وايي، قضیې هغه مهال اړوندو بنسټونو ته وړاندې کېږي چې قومي مشران یې پر هواري ونه توانېږي او یا هم ښکېل لوري د خلکو پرېکړه ونه‌مني.

د پنجشېر د پریان ولسوالۍ یوه دیني عالم مولوي محمدنذیر مطیع چې د خلکو ترمنځ د شخړو هواري په ناستو کې ګډون کوي، پژواک ته وویل چې د پنجشېر ځايي مسوولین د شخړو د هواري ډېری موضوعات دوی ته سپاري، څو د علماوو او سپین‌ږیرو له لوري حل‌ شي او حکومت د دغه شخړو د هواري لپاره هغه مهال اقدام کوي چې عالمان او قومي مشران یې حل نه‌شي کړای.

د هغه په اند، رامنځته شوې شخړې د حکومت په پرتله د خلکو له لوري په اسانۍ سره هوارېږي.

د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې یو قومي مشر محمداکبر هم ورته نظر لري او وايي: «د علماوو او قومي مشرانو له‌ لوري د شخړو هواري پخوانی دود دې ژوندی وساتل شي او ښه به دا وي چې د ملي مسایلو په حل کې هم ‌دغه پخوانی دود له پامه ونه غورځول شي.»

د هغه په خبره، د علماوو او قومي مشرانو له‌ لوري د شخړو د هواري ښه‌والی دا دی «چې د شحړې د ښکېلو لورو ترمنځ نور هېڅ جنجال نه پاتې کېږي، دواړه لوري کولای شي په ارامۍ سره خپلې خبرې وکړي او بل ښه‌والی یې دا دی چې خلک ډېری رامنځته شوې پېښې د ‌سپین‌ږیرو پر مخ بښي؛ یعنې دواړه لوري یوبل ته تېرېږي.»

د رخې ولسوالۍ د قومي شورا مرستیال او سپین‌ږیري‎ روح‌الیمین رحیمي وویل چې په تېر او اوسني حکومت کې په پنجشېر کې ډېری شخړې د قومي مشرانو، علماوو او په ځینو مواردو کې د ځوانانو له لوري حل او فصل کېږي.

د هغه په وینا، کله ‌چې ځايي خلک د شخړې په هوارولو کې پاتې راشي، نو قضیه د ولایت علماوو شورا او یا هم حکومت ته وړاندې کېږي.

رحیمي د هېواد د مهمو مسایلو په هواري کې هم د علماوو او قومي مشرانو رول مهم ګڼي او زیاتوي، عالمان او سپین‌ږیري باید د هېواد په کچه د خلکو ترمنځ د یووالي په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي؛ ځکه چې اختلافات د لویو ستونزو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

هغه د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې له «ناراضه لورو» سره هم د خبرو لار خپله کړي څو رامنځته شوی واټن له‌منځه لاړ شي.

هغه د جرګو له لارې د ستونزو پر هواري ټینګار کوي او وايي: «قومي جرګې په هېواد کې اوږده مخینه لري او دغه‌راز ملي جرګې د بېلابېلو قومونو په ګډون د هېواد د اوسنۍ ستونزې د هواري لامل هم کېدای شي.»

د یاد ولایت بل سپین‌ږیری محمدصابر دانشجو هم په‌دې اند دی چې جرګه د شخړو د هواري لپاره یوه ښه لار ده.

هغه زیاته کړه: «د شخړو د هواري لپاره ولسي ناستې د حکومت او ملت لپاره یوه اسانتیا ده او کېدای شي له‌دې لارې بېلابېلې قضیې حل ‌شي، ولسي ناستې کولای شي د وړو مسایلو په ‌تړاو د پرېکړو ‎ترڅنګ ‎د هېواد په کچه لویې قضیې هوارې کړي.»

د دانشجو په خبره، افغانستان هغه مهال هوساینې ته رسېږي چې شخړې کمې شي او د شخړو کچه هغه وخت ‎کمېږي چې ملت خپل سیاسي راتلونکی روښانه وویني.

هغه د اسلامي امارت پر مخالفینو هم غږ وکړ چې خپلې غوښتنې په مدني توګه مطرح کړي.

د پنجشېر بل قومي مشر عبدالعهد عهدي هم وویل چې د خلکو له لوري د شخړو د هواري کلتور له پخوا په ‌دغه ولایت کې دود دی او قضیې هغه مهال حکومت ته وړاندې کېږي چې حل یې د قومي مشرانو له توانه وتلی وي.

هغه وايي: «موږ پوهېږو چې ولسي ناستې د هر ډول شخړې د هواري ښه لاره ده او زموږ خلکو دغه فرهنګ ته غاړه ایښې ده او د ملت بریا د یو بل غوښتنو په اورېدو او د هغه په عملي کولو کې ده.»

د نوموړي په خبره، خلکو د شخړو په هواري کې په حقیقت کې د حکومت د کار یوه برخه پر غاړې اخیستې ده او دغه ډول اقداماتو د خلکو لپاره هم اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصرالله ملک‌زاده وايي، د نورو ولایتونو په شان په دغه ولایت کې هم ډېری قصیې د سپین‌‌ږیرو او علماوو له لوري حلېږي او اړتیا نه پیدا کېږي څو د حل لپاره یې حکومت لاس‌ په‌کار شي.

هغه وویل، په یاد ولایت کې د خلکو ترمنځ د شخړو هواري لپاره حکومت هغه مهال اقدام کوي چې ښکېل لوري یا په وسله لارس پورې کړي، یا دوی خپله حکومت ته مراجعه وکړي او یا د ولسي مشرانو پرېکړه ونه‌مني.

ملک‌زاده له حکومته ناراضه کسانو ته په اشارې وویل، دا مهال په هېواد کې د جګړې لپاره هېڅ پلمه نشته او هرڅوک کولی شي چې خپلې غوښتنې په سوله‌ییزه بڼه مطرح کړي، نه د تاوتریخوالي او وسلې ته د لاس اچولو له لارې.

هغه زیاته کړه چې افغانانو نور د جګړې او تاوتریخوالي توان له‌ لاسه ورکړی،‎ هېواد پرمختګ او هوساینې ته اړتیا لري او افغانان باید په‌دې برخه کې یو بل ته لاس ورکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.