ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چین سفیر: افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

د چین سفیر: افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

author avatar
29 Jun 2023 - 12:42
د چین سفیر: افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو
author avatar
29 Jun 2023 - 12:42

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): کابل کې د چین سفیر پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو د بېړنیو حالاتو پرمهال او د طبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس اخند پرون مازدیګر (د سرطان ۷مه) په خپل کاري دفتر کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير وانګ‌يو ​​سره د بېړنو حالاتو پرمهال له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو او بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې  پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د بدخشان ولايت د پامير د اوسېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، اړينه ده چې د هغوى لپاره د ژوند لومړنیو اسانتیاوو برابرولو برخه کې پاملرنه وشي.

ملا محمدعباس اخند افغانستان کې د وروستيو پېښو په اړه خبرې وکړې او د هېواد په کچه يې د معياري ګودامونو جوړولو، د بشري مرستو او په بېړنيو حالاتو کې د دغه وزارت د اړتيا وړ اسانتياوو برابرولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه کې د چين د ولسي جمهوريت د سفير له قوله ويل شوي: «چين چمتو دی چې د طبیعي پېښو پرمهال او د دغو پېښو زیانمنو ته د رسېدنې او په ځانګړې توګه د تېرو څو ورځو راهیسې ځنګلونو کې د اورلګېدونې مهارولو برخو کې همکاري کړي.»

هغه زياته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره د جغرافيايي نږدېوالي له امله له ورته پېښو سره مخ کېږي او دوی ته له دې اړخه د افغانانو درد د درک وړ دی.

ده وويل چې چين د بدخشان ولايت په وروستۍ زلزله کې د زیانمنو شوو لپاره د مرستې لپاره  ٥٠ زره امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

وانګ‌يو د پېښو د مدېریت پلان په اړه چې د چین سفارت له لوري ترتیب شوی خبرې وکړې او ويې ويل چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې له ماليې وزارت سره په همغږۍ به د اسانتياوو برابرولو برخه له تاسو سره همکاري وشي.

نوموړي دغه‌راز پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزارت سره ژمنه وکړه چې د خوراکي توکو د ساتنې او ذخیره کولو لپاره به ګودامونه ورته جوړوي.

 

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.