کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د چارو ځيني شنوونکي او خلک وايي، په افغانستان کې د ښي لاس موټر د ترافيکي پېښو لامل کېږي او حکومت باید نور د دې ډول موټرو د وارداتو مخه ونیسي.
دغه راز هغوی وایي، له بېاسنادو موټرو په جنایي جرمونو کې کار اخیستل کېږي او تر هغه چې اسناد نه دي ورکړل شوي، باید د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له ډېرو کلونو راهیسې ښی لاس موټر په داسې حال کې واردیږي چې دغه کار د افغانستان د ترافیکو قانون خلاف دی او دا مهال ډېر شمېر بېاسناد ښي لاس موټر په هېواد کې تګ راتګ کوي.
د تېر حکومت پر مهال د یادو موټرو ګرځېدو لپاره د سټېکر وېش پیل شو او دا لړۍ اوس هم دوام لري.
د ترافیکو ریاست وایي، د روان کال د زمري تر ۲۱مې ښي لاس موټرو ته سټېکر ورکول کېږي او که له دې نېټې وروسته د چا موټر له ثبته پاتې شو، قانوني چلند به ورسره کېږي.
د ښي لاس موټرو واردات دې بند شي
یو شمېر کسانو د پژواک خلکو غږ خپرونې ته د پیغامونو رااستولو له لارې یاده غوښتنه کړې چې د دې ډول موټرو د وارداتو مخه دې ونیول شي.
امان ستانکزی یو له دغو کسانو دی.
هغه وایي: «زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې بايد ژر تر ژره د پاکستان لاس (ښي لاس) موټرو واردات بند شي او ورته اسناد ورنه کړل شي، دا موټر چلول په افغانستان کې د خلکو ژوند ته لوی خطر دی، له محترمو چارواکو غواړو چې جدي توجه ورته وکړي.»
هغه لیکلي، د کابل - جلالاباد لاره کې هره ورځ د موټرو ټکر او نورې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او دلیل یې همدا د ښي لاس موټر دي.
له یادو کسانو د شفیق خان په نوم یو کس هم وایي چې په افغانستان کې ښي لاس موټرو ته اسناد ورکول باید بند شي؛ ځکه چې د ترافيکي پېښو ډېرېدو لامل کېږي.
دغه راز د محمد ابراهيمي په نوم یو کس وایي، چې ښي لاس موټر نه یوازې د ترافيکي پېښو ډېرېدو لامل کيږي، بلکې د دې ډول موټرو له لارې چې اسناد نه لري، کېدای شي جنایي جرمونه هم ترسره شي.
دی زياتوي: «دا چې تر حد زيات د پاکستان لاس موټر راوارديږي، د دې وېره شته چې کېدای شي د افغانستان لاس د پاکستان لاس ته واوړي؛ له حکومته مو غوښتنه دا ده چې پاکستان لاس موټر په مطلق ډول بند کړي.»
د ترافیک پولیسو متقاعد افسر سمونمل جيلاني وردګ په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ښي لاس موټر په افغانستان کې ستونزمنه مسئله ده.
هغه زياتوي، په نړۍوال قانون کې چې د نړۍ ډېرو هېوادونو منلی، د موټرو اشترینګ باید چپ لاس وي، خو انګلیستان، هند، پاکستان، زمبیا او څو محدود نور هېوادونه دي چې موټر یې د ښي لاس اشترینګ لرونکي دي.
د هغه په وینا، دا چې د ښي لاس موټر په افغانستان کې د ترافيکو قانون خلاف دي، سړکونه د يادو موټرو د تګ راتګ لپاره نه دي جوړ، دغه ډول موټر د ليد ساحه نه لري، نو ځکه د ترافيکي پېښو رامنځته کېدو لامل کېږي او بله دا چې دغه ډول موټر اسناد نه لري نو ډېرې جنايي پېښې په همدې ډول موټرو کې ترسره کېږي.
جيلاني وردک د ترافيکو له عمومي رياسته وغوښتل چې له ټاکلې نېټې وروسته دې هیڅ دغه ډول موټرو ته اسناد نه ورکوي، په مطلق ډول يې دې بند کړي؛ څو د دغو موټرو د راتګ (راواردېدو) مخه ونيول شي.
د ترافیکو عمومي رياست د پلان او پاليسۍ مدير عبدالودود خیرخواه هم وایي: «په افغانستان کې د ښي اشترینګ موټرو تګ راتګ د ترافيکو قانون سره خلاف دی او دا ډول موټر دا چې د افغانستان سړک د خط السیر خلاف حرکت کوي، د ليد ساحه يې په مطلق ډول بنده ده او يا هم ډېره کمه ده، دا چې چلوونکی په ښه ډول خطرات نه شي تشخیص او تثبتولی نو په فوري ډول د ترافيکي پېښو مرتکب کېږي.»
د ترافيکو عمومي رییس پاسوال حسیبالله مختار د ۱۴۰۱ کال د کب په ۲۱مه په کابل کې ویلي وو چې د ښي لاس موټر په هېواد کې د ترافيکي بېنظميو، عامه نظم ګډوډېدو او دغه راز بېاسناده موټر د جنايي جرمونو لامل شوي، نو ځکه یاد رياست د دغو ستونزو د حل لپاره دغو موټرو ته درې کلن موقت اسناد ورکوي.
د ماليې وزارت وياند احمدولي حقمل په دې اړه چې ولې تر اوسه د یادو موټرو واردات نه دي بند شوي، وایي چې څه باندې درې میاشتې مخکې پرېکړه وشوه چې په درېيو مياشتو کې ټولو ښي لاس موټرو ته اسناد ورکړل شي او د همدې مودې له پای ته رسېدو وروسته دې د ښي لاس موټرو د وارداتو مخه ونیول شي.
دی زياتوي: «خو د دې درېيو میاشتو له پای ته رسېدو سره سم د کورنیو چارو وزارت دا لړۍ يو ځل بیا تمدید کړه؛ له یو لوري د ښي لاس موټرو د ثبت لړۍ نه ده بشپړه شوې؛ څو موږ په ګمرکونو کې د ښي لاس موټرانو واردات بند کړو. له بل لوري د هېواد ډېرو تاجرانو مالیې وزارت ته مراجعه کړې وه چې دوی له هېواده بهر په ډېره کچه ښي لاس موټران رانیولي دي چې ارزښت یې ميليونونو ډالرو ته رسېږي؛ له دې امله اوس د ښي لاس موټرانو واردات هېواد ته جریان لري.»
د ده په وينا، کله چې همدغه رانيول شوي موټر افغانستان ته راورسېږي او د کورنیو چارو وزارت له لوري تمدید شوې موده پای ته ورسېږي، له هغه وروسته به ماليې وزارت د ښي لاس موټرو د وارداتو بندېدو په اړه خپل تصميم نيسي.
حقمل وايي: «دا چې څومره ښي لاس موټر به په افغانستان کې وي، دقيق نه شو ويلای؛ ځکه د جمهوريت په وخت کې دغه موټران بې له ګمرک څخه او يا هم د پرزو په نامه محصول کېدل، نو داسې دقيقه ډېټا زموږ سره نشته، کېدای شي د ترافيکو له عمومي رياست سره څه نا څه ارقام وي.»
د ترافيکو عمومي رياست د یادو موټرو ټولو مالکینو ته خبر ورکړی چې د زمري تر ۲۱مې خپل موټر ثبت کړي، خو دا وروستی چانس دی او که چېرې له يادې ټاکل شوې مودې د چا موټر له ثبته پاتې شول، د کابینې له خوا له منظور شوي طرزالعمل سره سم به ورسره قانوني چلند وشي.
د ترافيکو رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۲۴۰ زره د ښي لاس اشترینک موټر ثبت شوي دي.
یاد ریاست هم وايي، د ټولو ښي لاس اشترینګ لرونکو هغو موټرو کره شمېر ورسره نشته چې تر اوسه ثبت شوي نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP