کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د یوه لیبرال افراطي له خوا د قرانکریم د یوې نسخې سوځول غندلي او له اسلامي هېوادونو او سازمانو یې غوښتي چې دا ډول کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
د راپورونو له مخې،یوه سویډني تېره ورځ د دغه هېواد د پلازمینې ستاکهولم د جامع جومات مخې ته د قرآن کریم یوه نسخې ته اور ورته کړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: « د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په سویډن کي د یوه لیبرال افراطي له خوا د قرانکریم د نسخې سوځول او د بیان د آزادۍ په پلمه د سویډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنيت ورکول په کلکو ټکو غندي.»
بلخي لیکلي چې د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د يو مسجد د باندې د دا ډول کرغیړنو اعمالو اجازه ورکول د سویډني چارواکو له خوا دې سپیڅلي دین او د هغه نږدې دوه ملیارد پیروانو ته د اهانت کولو پرته بل هيڅ معنی نه لري.
بلخي له ټولو اسلامي هېوادونو او سازمانونو، په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان څخه غوښتنه کړې چې په ټوله نړۍ کې د د اډول ناوړه کړنو په ځواب کې ټول اړین ګامونه پورته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP