ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

فاریاب کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
30 Jun 2023 - 14:10
فاریاب کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
30 Jun 2023 - 14:10

میمنه (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د فاریاب سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه او قیصار ولسوالۍ کې په دوو ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

د فاریاب ولایت د ترافیکو مدیر احمدفهیم پژواک اژانس ته وویل، لومړۍ پېښه د قیصا ولسوالۍ په چهلګزي بازار کې د دوو موټرسایکلونو –چې څلور کسان پکې سپاره وو- د ټکر له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې دوه ۱۸ کلن ځوانان مړه شوي او یو بل ژوبل دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دویمه پېښه کې یوه رېکشا د میمنې ښار په کته‌کم سیمه کې چپه شوې او له امله یې یو ۱۷ کلن ځوان مړ شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه له ځايي خلکو او مشرانو غوښتنه وکړه څو خپلو ځوانانو ته د ترافیکي اصولو مراعاتونو سپارښتنه وکړي.

په ورته مهال، د فاریاب یو شمېر خلک له ځايي مسوولینو غواړي څو د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د موټرسایکل او رېکشا چلوونکو د ګړندي تګ مخه ونیسي.

د قیصا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شریف محمدي وویل: «په دې ولسوالۍ کې اصلا ترافیک پولیس نشته او هیڅوک له ترافیکي اصولو خبر نه دي، له یوې خوا په موټرسایکلونو کې دوه-درې کسان سپاره وي او له بلې خوا په سلنسرونو کې داسې الې لګولې وي چې ډېر خراب غږ لري او د انسان پر روان بد اغېز کوي.»

د میمنې یوه اوسېدونکي ادریس وویل چې په دغه ښار کې ان ۹ کلن ماشومان هم موټر او موټرسایکل چلوي.

هغه له کورنیو او مسوولینو غوښتنه وکړه چې د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره باید ځوانانو ته جدي سپارښتنې وکړي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.