ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د نورستان د لرو پرتو سیمو لس زره ماشومانو ته د زده‌‎کړو زمينه برابره شوې ده

چارواکي: د نورستان د لرو پرتو سیمو لس زره ماشومانو ته د زده‌‎کړو زمينه برابره شوې ده

author avatar
30 Jun 2023 - 11:21
چارواکي: د نورستان د لرو پرتو سیمو لس زره ماشومانو ته د زده‌‎کړو زمينه برابره شوې ده
ارشیف
author avatar
30 Jun 2023 - 11:21

پارون (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): په نورستان کې ځایي چارواکي وایي، سږ کال یې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو لس زره هغو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړې چې له دې مخکې يې لاسرسى نه ورته درلود.

د نورستان د پوهنې ریيس مولوى تاج‌محمد مطمين پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې هغه لس زره ماشومانو ته د يونیسف په همکارۍ د زده‌کړې زمينه برابره کړې چې له دې مخکې يې د ښوونځيو لري‌والي له امله لاسرسى ممکن نه و.

د هغه په خبره، يادو زده‌کوونکو ته يې د چټکو زده‎کړو تر عنوان لاندې درې سوه سیمه‎ییز ټولګي جوړ کړي او سل نور محلي ټولګي هم پلان کې دي چې جوړ شي.

د نورستان د پوهنې ریيس وایي، په ياد ولايت کې سږ کال ديني مدارسو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده چې په خبره يې، ۳۸ بابه مدارس يا نوي جوړ شوي او يا هم د يادې ادارې په رسمي چوکاټ کې ثبت شوي دي.

مولوى مطمين زياتوي، د يادو مدارسو لپاره يې سږ کال ۶۵۵ نوي ښوونکو بستونه منظور کړي او د استخدام چارې يې جريان لري.

د ده په خبره، په تېرو کلونو کې د تدريسي کتابونو په برخه کې په ياد ولايت کې ستونزې موجودې وې او کتابونو نشتون د زده‌کړو پر وړاندې ننګونې بلل کېدې چې سږ کال يې په ياده برخه کې هم پرمختګونه کړي او نږدې سل زره ټوکه کتابونه هم وېشل شوي.

د نورستان د پوهنې ریيس زیاته کړه: «همدومره نور تدريسي کتابونه هم دغه ولايت ته د انتقال په حال کې دي چې هغه به هم ژر پر زده‌کوونکو ووېشل شي.»

د مطمين په وينا، دوى سږ کال د عمومي تعلیماتو په برخه کې هم د تشکيل پر زياتوالي کار روان کړى او سږ کال به د ياد ولايت هغه ښوونځیو ته هم ښوونکي وګوماري چې په تشکيل کې يې کموالى موجود دى.

دا په داسې حال کې ده، د پوهنې سرپرست وزير په دې وروستیو کې نورستان ته په خپل سفر کې دغه ولايت د زده‌کړو له اړخه په تېرو شلو کلونو کې محروم وباله او زياته یې کړه چې د متوازن پرمختګ ترڅنګ به ورته ځانګړې پاملرنه وشي .

د نورستان د پوهنې ریيس وايي، د پوهنې وزير ورسره د ياد سفر په ترڅ کې ژمنه کړې چې د ښوونکو معاشاتو لوړېدو لپاره به هم هڅې وکړي څو د ښوونکو اقتصادي ستونزې هم راکمې شي .

د نورستان اوسېدونکى بشيرالله وايي، تر اوسه په ياد ولايت کې د پوهنې وضعيت ښه نه دى او بايد مسوولين ورته پاملرنه وکړي.

د نورستان د پوهنې رياست معلوماتو له مخې، په ياد ولايت کې ۲۱۴ بابه ښوونځي شتون لري چې له ډلې يې پنځه اويا سلنه ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړو ته دوام ورکوي.

د هغوى په خبره، په يادو ښوونځیو کې نږدې دوولس سوه رسمي ښوونکي په تدريس او څلوېښت زره شاوخوا زده‌کوونکي دا مهال په زده‌کړو بوخت دي .

Views: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.