ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او بدخشان کې درې کسان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

لښکرګاه، فیض‌آباد (پژواک ، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): ځایي چارواکي وایي، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې دوه کسان اوبو وړي او یو بل کس د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په یخشیره آبشار کې ډوب شوی دی.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د کجکي ولسوالۍ په مرکز تنګي سيمه کې یو ۱۵ کلن هلک په سيند کې د لمبېدو پر مهال اوبو وړی او مړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې وړمه ورځ هم په یاده ولسوالۍ کې یو کس سیند کې د لمبېدو پر مهال اوبو وړی چې تر اوسه نه دی موندل شوی، خو د موندلو لپاره يې د ځایي مسوولینو او خلکو له خوا هڅې روانې دي.

ریاض وایي، د سیند اوبو داسې مهال یاد دوه کسان وړي چې د ځايي مسوولینو له خوا خلکو ته د لارښوونو ترڅنګ، د سیند غاړو کې ځانګړي نښانونه هم لګول شوي دي، خو د مېله‌کوونکو ځوانانو له خوا د نه مراعاتولو له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

دغه‌راز، د بدخشان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احسان‌الله کامګار وایي چې د دغه ولایت د وردوج ولسوالۍ اړوند له یخشیره آبشار څخه د لیدو پر مهال یو کس په اوبو کې ډوب شوی دی.

هغه زیاتوي، یاده پېښه پرون مازیګر هغه مهال رامنځته شوه چې د بدخشان د خاش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غوښتل چې د وردوج ولسوالۍ په يخشيره آبشار کې ولامبي، خو په اوبو کې ډوب او مړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، د یاد کس مړی تر اوسه نه دی موندل شوی.

Views: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version