[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله چې دوه ځلې یې د یوه ورځني کرټ نړۍوالې اتلولۍ ګټلې دي، دا ځل په هندوستان کې ترسره کېدونکي نړۍوال جام ته یې لاره پیدا نه کړه.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې په هندوستان کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو ورته نېغ په نېغه لاره موندلې ده.
خو د باتې دوو نورو لوبډلو لپاره د کرکټ نړۍوالې شورا د غوراوي سیالۍ په زمبابوې کې په لاره اچولې وې، په دې سیالیو کې ویسټ انډیز، زمبابوې، سریلانکا، سکاټلینډ، ایرلینډ، نیپال ، عمان ایرلینډ ، متحده عربي امارات ، امریکا او د نیدرلینډ لوبډلو برخه اخیستې وه.
تر ګروپي سیالیو وروسته د شپږو غورو لوبډلو ( سریلانکا، زمبابوې، سکاټلینډ، ویسټ انډیز، نیدرلینډ او عمان) ترمنځ سیالۍ وشوې.
په وروستۍ لوبه کې چې نن ترسره شوه، د سکاټلینډ لوبډلې ویسټ انډیز ته نه یواځې ماتې ورکړه، بلکې له نړۍوال جام څخه یې هم پاتې کړ.
د ویسټ انډیز لوبډلې ۱۸۱ منډې کړې وې، چې د سکاټلینډ لوبدلې یاد هدف په ۴۳ اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
دا به لومړی ځل وي چې د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام له ویسټ انډیز پرته ترسره کېږي.
د یوه ورځنۍ کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ زیږدیز کال کې پیل شوې چې د ویسټ انډیز په اتلولۍ پای ته ورسېد، څلور کاله وروسته بیا هم ویسټ انډیز نړۍواله اتلولۍ وګټله.
د کرکټ مبصر جعفر هاند وایي، ویست اندیز په لومړي ځل د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو له نړیوال جام څخه پاتې شو. د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لوبو کې سکاتلنډ هم ماتې ورکړه او دغه جام ته یې د ورتګ اخري دروازه هم په مخ کلکه بنده کړه. څو ورځې مخکې هالنډ هم ترې وګټله.
هغه زیاته کړې، ویست اندیز په ۱۹۷۵کال کې د یوې ورځنیو سیالیو لومړی او څلور کاله وروسته دویم نړیوال جامونه ګټلي وو. د شل اوریزو سیالیو اتلولي یې هم ګټلې. خو اوس به نړیوال جام په تلویزون ننداره کوي.
د هاند په وینا، د لوبغاړو شخصي اغراض او ځواک, ځانځاني, د ویست اندیز پر کرکټ تجارتي لیګونو ته ترجیح ورکول او د ویست اندیز د بوردونو او لوبغاړو ترمنځ لانجې د ویست اندیز د کرکټ د ناکامۍ ځینې لوی علتونه بلل کېږي. زه خپه شوم چې دوی به نړیوال جام کې نه وي.
[/restrict]
Views: 277
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن