Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د رسنيو سرغړونو مخنیوي کمېټې فعاليت پيل کړ

پل‌علم (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، رسنيزو سرغړونو او د خبريالانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رسني سرغړونو مخنیوي کمېټې فعاليت پيل کړ.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست ريیس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېټه چې پنځه غړي لري، د خپلو منظمو ناستو په جوړېدو سره به د رسنیزو سرغړونو او د خبريالانو ستونزو ته رسېدنه کوي.

نوموړی زیاتوي، په دې کمېټه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، ولایت مقام، امنیه قومانداني، امر بالمعرف او استخباراتو ریاستونو استازي غړیتوب لري.

نوموړی دغه راز زیاتوي، د رسنیو سرغړونې مخنیوي کمېټې له جوړېدو وروسته هيڅ اداره حق نه لري چې په مستقیم ډول رسنۍ او یا هم خبریال تر پوښتنو لاندې راولي او یا یې هم زنداني کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.