پلعلم (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، رسنيزو سرغړونو او د خبريالانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رسني سرغړونو مخنیوي کمېټې فعاليت پيل کړ.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست ريیس رفیعالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېټه چې پنځه غړي لري، د خپلو منظمو ناستو په جوړېدو سره به د رسنیزو سرغړونو او د خبريالانو ستونزو ته رسېدنه کوي.
نوموړی زیاتوي، په دې کمېټه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، ولایت مقام، امنیه قومانداني، امر بالمعرف او استخباراتو ریاستونو استازي غړیتوب لري.
نوموړی دغه راز زیاتوي، د رسنیو سرغړونې مخنیوي کمېټې له جوړېدو وروسته هيڅ اداره حق نه لري چې په مستقیم ډول رسنۍ او یا هم خبریال تر پوښتنو لاندې راولي او یا یې هم زنداني کړي.
ده زياته کړه که چېرې یوه رسنۍ او یا هم خبریال د سرغړونې په صورت کې د دې کمېټې له لارې راغوښتل کېږي نو ستونزې د شتون په صورت کې به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کېږي.
دغه راز په لوګر کې یوه خبریال سید جلالالدین جلالزي پژواک ته وویل، هيلهمن دی چې دغه کمېټه به وکولاى شي د خبريالانو ستونزې راکمې کړي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې په یاده کمېټه کې دې د یو شمېر رسنیو مسلکي خبریالانو ته هم غړيتوب ورکړل شي.
دا په داسې حال ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ويلي چې ورته کمېټې به نورو ولايتونو کې هم جوړوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










