کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له مکې مکرمې د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شوی او د هغوی لومړۍ الوتکه به نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه کابل ته راورسېږي.
د یاد وزارت د نشراتو ریاست د بهرنيو اړیکو عمومي مدیر مشرخان رستم پژواک خبري اژانس ته وويل: «د افغان حاجیانو د مرکز زون لومړی ۳۴۶ کسیز کاروان چې د فرضي حج ادا کولو لپاره په لوموړي پرواز کې مدینې منورې ته تللی و، اته ورځې په مدینه منوره کې و، د زیارت او مقدسو ځایونو له لیدو وروسته مکې مکرمې ته ولاړل او د حج مراسم یې ترسره کړل، نن د وداع طواف له کولو وروسته د جدې نړۍوال هوایي ډګر پر لور روان شول؛ څو په لومړۍ الوتنه کې هېواد ته راستانه شي.»
سرچینه وايي، د یادو حاجیانو الوتکه به نن ماسپښین شاوخوا ۰۱:۰۰ بجې د کابل په هوايي ډګر کې کښته شي.
د یادونې ده، د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د کام ایر له هوایي شرکت سره د حاجیانو د لیږد او راستنیدو تړون لاسلیک کړی و او دغه شرکت ۳۰ زره حاجیان حرمین شریف ته انتقال کړل او د حج مراسمو له ترسره کولو وروسته یې بېرته هېواد ته رالېږدوي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن