بامیان (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وایي چې د کانونو د معیاري استخراج او د هغو د قاچاق او تخریب مخنیوي په موخه په ۲۴ ولایتونو ګډې کمېټې جوړیږي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ مولوي شهابالدین دلاور بامیان ته د سفر په ترڅ کې د هېواد د کانونو پر معیاري استخراج ټينګار وکړ.
هغه وویل، ټاکل شوې د بامیانو په ګډون د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې – چې کانونه په کې تثبیت شوي – د کانونو، مالیې، اقتصاد، هستوي انرژۍ، کرنې، چاپېریالساتنې، صنعت او تجارت، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو ریاستونو په ګډون کمېټې جوړې شي.
هغه وویل چې یادې کمېټې په یادو ولایتونو کې د کانونو معیاري استخراج، د کانونو د قاچاق او تخریب مخنیوي، څارنې او ارزونې په موخه جوړېږي.
سرپرست وزیر زیاته کړه چې دغه کمېټې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونت په لارښوونه جوړیږي چې په کاري برخه کې به مستقیماً د اړوندو ولایتونو د رهبرۍ تر څار لاندې فعالیت کوي.
د هغه په خبره، د کانونو معیاري استخراج کولی شي چې د هېواد په کچه خلکو ته کاري زمینې او د افغانستان د پرمختګ لپاره مناسب فرصت برابر کړي.
د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي هم وویل که څه هم بامیان ډېر معدنونه لکه د اوسپنې او ډبرو سکرو معدنونه لري، خو په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد له ټولو محرومو ولایتونو څخه و.
هغه د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر وغوښتل څو د دغه ولایت د کانونو د استخراج په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن