ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو درېیو میاشتو کې څه‌ باندې زرو بهرني ګرځندویانو له افغانستانه لیدنه کړې ده

تېرو درېیو میاشتو کې څه‌ باندې زرو بهرني ګرځندویانو له افغانستانه لیدنه کړې ده

author avatar
5 Jul 2023 - 17:57
تېرو درېیو میاشتو کې څه‌ باندې زرو بهرني ګرځندویانو له افغانستانه لیدنه کړې ده
author avatar
5 Jul 2023 - 17:57

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د تېرو درېیو میاشتو موده کې له ۱۰۰۰ ډېرو ګرځندویانو له افغانستانه لیدنه کړې چې له دغه درکه د درې میلیون افغانیو عوایدو ټولېدو ترڅنګ، درې زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست رییس مولوي سیدمحمد سعید له پژواک خبري اژانس سره ځانګرې مرکه کې وویل، د تېرو دوو کلونو او سږ کال ثبت شوې شمېرې ښیي چې هېواد ته د راتلونکو ‎بهرنیو ګرځندویانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

هغه زیاته کړه، تېر دوه کلونو چیني، جاپاني، جرمني او امریکايي سیلانیانو د افغانستان له په زړه پورې ښکلاګانو لیدنه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۰ کال کې ۶۹۱، په ۱۴۰۱ کې تر دوو زرو ډېر او د روان کال په درېیو میاشتو کې نږدې زر سیلانیان د هېواد لرغونو او د لیدو وړ سیمو ته تللي دي.

سرچینه زیاتوي، په ۱۴۰۰ کال کې څه‌ باندې ۷زره، په ۱۴۰۱ کې نږدې شپږ میلیونه او د روان کال په درېیو میاشتو کې ۶۰۰ زره کورنيو سیلانیانو د هېواد له تفریحي او تاریخي ځایونو لیدنه کړې ده.

هغه وویل، دا مهال سرتاسري امنیت ټینګ شوی او ګرځندویان کولای شي له کومې وېرې او خنډ پرته له ټول افغانستانه لیدنه کړي.

مولوي سیدمحمد وايي: «افغانستان د تفریحي پارکونو، تاریخي ابداتو او ځانګړو طبیعي ښکلاوو په درلودو سره د نړۍ یو له زړه راښکونکو هېوادونو دی.»

هغه زیاته کړه، ګرځندوی ریاست له امنیتي ځواکونو سره په هم‌غږۍ په تفریحي ځایونو کې پوره امنیت ټینګ کړی او کورني او بهرني ګرځندویان کولای شي چې د هېواد له بېلابېلو طبیعي ښکلاګانو لیدنه وکړي.

سرچینې د نورستان ملي پارک، د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالي او د بامیان بند امیر د افغانستان د طبیعي ښکلاګانو بېلګې وبللې و زیاته یې کړه چې دغو ځایونو ته د ډېر شمېر ګرځندویانو پام ور اوښتی دی.

نوموړي وویل، ډېری سیلانیان په پسرلي او اوړي کې د هېواد تاریخي او زړه راښکونکو ځایونو ته ورځي.

ده زیاته کړه: «د تېر نظام پر مهال امنیتي ګواښونه زیات وو، بهرنیو سیلانیانو نه شوای کولای له یوې ولسوالۍ بلې او ان له یوه کلي بل ته لاړ شي، خو اوس د هغوی تګ‌راتګ ډېر شوی او کولای شي په ډاډه زړه د هېواد هر ګوټ ته لاړ شي.»

مولوي سیدمحمد وویل چې افغانستان ته د سیلانیانو د راتګ په زیاتېدو سره د عوایدو راټولولو ترڅنګ؛ ډېر شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د هغه د معلومات له‌ مخې، په ۱۴۰۰ هجري ‌لمریز کال کې د ګرځندوی له درکه څه ‌باندې ۱۵.۴ میلیون افغانۍ، په ۱۴۰۱ کال کې ۴۵ میلیونه او د روان کال په درېیو میاشتو کې نږدې درې میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

سرچینې څرګنده کړه چې د هېواد له بېلابېلو زړه راښکونکو او تفریحي ځایونو د سیلانیانو د لیدنې له درکه یې په ۱۴۰۰ کال کې څه‌باندې ۶۱ زره کسانو او د روان کال په درېیو میاشتو کې یې تر درې زرو ډېر کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل چې بهرنیو ګرځندویانو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې شوې څو د افغانستان له بېلابېلو ځایونو لیدنه وکړي، د بېلګې په توګه سیاحتي شرکتونه د بهرنیایو لپاره د ژباړن، لارښوونکي، ټرانسپوت او اوسېدو ځایونو په درلودو سره کولای شي له ګرځندویانو سره مرسته وکړي.

Views: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.