پارون (پژواک،۱۴چنګاښ ۱۴۰۲): نورستان ته ورغلي سیلانیان وايي، دغه ولایت د سيل او تفریح لپاره ښه خای دی خو زیاتوي، تر اوسه هلته د سيلانيانو لپاره لازمې اسانتیاوې نشته او باید مناسب مېلمستونونه جوړ شي.
له لوى اختر وروسته هم نورستان ولايت ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر سيلانيان ورځي.
صفيالله د کندهار له پنجوايې ولسوالۍ له خپلو نورو ملګرو سره نورستان ته په چکر راغلی وايي، که هم په لاره کې ستونزې ډېرې وې او ستړي شول خو کله چې د کونړ او نورستان ښېرازه سيمو ته راورسېدل، ستړيا يې هېره شوه.
هغه زياتوي، د نورستان ښکلا يې ډېره خوښه شوه خو د لارې خرابوالي له امله یې موټر یو څه زیانمن شو او دوى هم په زحمت شول .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP