پارون (پژواک،۱۴چنګاښ ۱۴۰۲): نورستان ته ورغلي سیلانیان وايي، دغه ولایت د سيل او تفریح لپاره ښه خای دی خو زیاتوي، تر اوسه هلته د سيلانيانو لپاره لازمې اسانتیاوې نشته او باید مناسب مېلمستونونه جوړ شي.
له لوى اختر وروسته هم نورستان ولايت ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر سيلانيان ورځي.
صفيالله د کندهار له پنجوايې ولسوالۍ له خپلو نورو ملګرو سره نورستان ته په چکر راغلی وايي، که هم په لاره کې ستونزې ډېرې وې او ستړي شول خو کله چې د کونړ او نورستان ښېرازه سيمو ته راورسېدل، ستړيا يې هېره شوه.
هغه زياتوي، د نورستان ښکلا يې ډېره خوښه شوه خو د لارې خرابوالي له امله یې موټر یو څه زیانمن شو او دوى هم په زحمت شول .
نوموړی له حکومته غواړي چې د دغه ولایت سړک دې په اساسي ډول ورغوي څو سيلانيان هرې سيمې ته په اسانۍ تګ راتګ وکړي او د طبیعي منظرو خوند واخلي.
حاجي اغا هم له کندهاره د راغلو سيلانيانو د یوې لسکسيزې ډلۍ مشري کوي؛ هغه وايي، سره له دې چې سړک خامه او خراب دی، په دغه ولايت د اوسېدو لپاره مناسب ځایونه یا مېلمستونونه هم نشته او دوى اړ دي چې له ځان سره خېمې راوړي څو شپې پکې سبا کړي.
نوموړي وویل، له يوې خوا د نورستان هوا سړه ده او بلخوا ملګري یې په خېمو کې اوسېدو سخت په تکلیف کړي دي نو له همدې امله یې له چکره ډېر خوند وانه خیست.
حاجي اغا زیاتوي، که د هېواد پانګهوال دلته پانګونه وکړي نو هم به یې ګټه وي او هم خدمت؛ ځکه دلته لازم هوټلونه شتون نه لري .
د نورستان د اطلاعات او فرهنګ ریيس مولوي سميعالحق حقبيان وایي، دوى سږ کال د نورو کلونو په پرتله د سيلانيانو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
هغه زیاتوي: «د پارون برېښنا بند کې يې د افغان تور ادارې له لوري شپږ کوچنۍ کښتۍ د سيلانيانو د تفريح او چکر په موخه ځاى پر ځاى کړې او سيلانيان پکې خپلې ساعتېرۍ کوي.»
د نوموړي په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام لري چې سږ کال په دغه ولايت کې يو دولتي عصري مېلمستون او زانګو جوړ کړي چې کارونه به يې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
مولوي حقبيان وايي، دوى د لازمو تفريحي ځايونو جوړولو پلانونه هم لري او هغه ستونزې یوه په بله پسې هوارې شي چې دغلته سيلانيان ورسره دي.
دغه راز د نورستان د ټولګټو چارو ریيس مولوي احمدنبي پژواک ته وويل، دوى د کونړـ نورستان سړک د اساسي رغونې په هڅه کې دي؛ له اړوند وزارت سره یې په دې اړه خبرې کړې او ډاډ یې ترلاسه کړی چې له شټاپ تر ترڼيک پورې د سړک جوړولو يوه پروژه عملي کېږي.
د هغه په خبره چې د دې پروژې د سروې او ډیزاين چارې به ژر پيل شي خو وايي چې یاد سړک وخت ناوخت هوارېږي خو دا چې نورستان کې بارانونه او واورې کېږي نو بېرته ژر خرابېږي.
بلخوا د پارون ښاروال مولوى سيداحمد وايي، سږ کال د اختر په شپو ورځو کې يې سيلانيانو ته د اسانتيا په موخه مېلمستونونه او هټۍ تر کلکې څارنې لاندې نيولې وې څو څوک د سيلانيانو له نابلدتيا ناوړه ګټه پورته نه کړي او په پېر او پلور کې ټګي ورسره ونه کړي .
هغه زياتوي، د تېرو کلونو په نسبت سږ کال په ياد ولايت کې مېلمستونونه ډېر شوي او دوى يې د لا ډېرولو په موخه د پانګوالو راجلبولو لپاره هڅه کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









