کابل (پژواک، ۱۴چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د "بایو جین لایف ساینس لمیټېډ" کمپنۍ محصول ازیترومایسین کپسول د لابراتواري ازمایښت نتیجه ښیي چې دغه درمل په هر کپسول کې له ټاکلې اندازې دوه برابره ډېر دي او باید استفاده نه شي.
یادې ادارې نن (چنګاښ ۱۴مه) پر خپله ټویټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي: «لابراتواري ازمایښت ښيي چې د جین لید په تجارتي نوم ازیترومایسین چې (بایو جین لایف ساینس لمټیډ) کمپنۍ د 22k009)) بیچ نمبر لرونکي محصول دی، هر کپسول ۵۲۴ ملي ګرامه ازیترومایسین لري، په داسې حال کې چې په لیبل کې يې په هر کپسول کې د ازیترومایسین اندازه ۲۵۰ ملي ګرامه ښودل شوې ده.»
سرچینې لیکلي، هغه درمل چې د لابراتواري ازمایښت پایلې یې منفي وي، د ملي خوړو او درملو ادارې په پاڼو کې له مشخص بیچ نمبر سره خپریږي او ممکن د یادو درملو نور بیچونه مثبته نتیجه او کیفیت ولري.
د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل، ټولو درملتونونو ته هدایت ورکړل شوی چې دا درمل ونه پلوري او سوداګر یې هم وارد نه کړي.
هغه وايي: «هغه درمل چې پایلې یې منفي وي، د څارنې ټیمونو له خوا څارل کېږي چې په بازار کې ونه پلورل شي.»
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې یاد درمل ونه پېري او که چېرې په کوم درملتون کې پلورل کېږي، له یادې ادارې سره یې شریک کړي او له دوی سره پوره همکاري وکړي.
ډاکټر هژیر د دغه درمل د زیان په اړه وویل: «د دغه درمل ډېره اندازه د مسمومیت لامل کېږي او ډېر جانبي عوارض لري، ازیترومایسین د هغو درملو له جملې دي چې خطرناک جانبي عوارض لري، لکه حساسیتونه، د زړه بېنظمي، د ذایقې له لاسه ورکول او بې اشتهایي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، دغې ادارې د روان کال له پیله راهیسې څلور زره قلمه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل د کابل ښار له یو شمېر درملتونونو راټول کړي، د کیفیت معلولو لپاره یې د خوړو او درملو ملي ادارې د کیفیت کنټرول لابراټوار ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP