پلخمري (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د تېلو يو ټانکر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله يې يو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د چنګاښ په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د تېلو یو ټانکر موټر د دوشي ولسوالۍ اړوند افغان دوشي سیمه کې له چپه کېدو وروسته اور اخیستی دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې يو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم د پېښې په تايید سره وايي چې په ياده پېښه کې د سيمې يو کس مړ شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.
نوموړی زیاتوي: «له تېلو ډک ټانکر کورونو ته نږدې چپه شوی، وروسته يې اور اخیستی چې د اور لمبو له امله یو کس مړ شوى او شپږ نور کسان ټپيان شوي او کورونو او څارويو ته هم زيان رسېدلى دى.»
دا په داسې حال کې چې د تېر اختر په درېيو ورځو کې بغلان ولايت کې د ترافيکي پېښو له مله ٤١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP