تالقان (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): تخار کې یو شمېر زرګران د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نن سهار دوه وسلهوال د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوې زرګرۍ ننوتل او د درې میلیون افغانیو په ارزښت سره زر یې یووړل.
د تالقان ښار د سروزو یوه پلورونکي قدرتالله قرباني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار دوه وسلهوال د سرو زرو یوه پلورنځي ته ننوتلي او د هتۍوال په ګواښلو سره یې د ۳۰ لکه افغانیو په ارزښت سره زر وړي دي.
نوموړي زیاته کړه: «دوو طلا پلورونکو د غلو د نیولو هڅه کوي خو هغوی د غلو له خوا د پښو په برخه کې په ډزو ټپیان کېږي او د ۳۰ لکو افغانیو په ارزښت سره زره له ځان سره وړي.»
دغه زرګر وویل، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې شوې، د غلو له ډلې یو یې امنیتي کسانو نیولی او بل له سرو زرو سره له سیمې تښتېدلی دی.
نوموړي له امنیتي مسوولینو د امنیت د لا ښه ټینګښت غوښتنه وکړه.
د تالقان ښار یو بل طلا پلورونکی عزیزالله وایي، د وسلهوالو له خوا برید او غلا ټول زرګران اندېښمن کړي او که د داسې پېښو مخه ونه نیول شي، نو په نږدې راتلونکي کې به پانګوال هم خپل کاروبار پرېږدي.
له بلې خوا یوه بل طلا پلورونکي احمد فهیم وویل چې تر اوسه امنیت ټینګ و، خپل کاروبار یې په ډاډه زړه کاوه، خو د نن سهار پېښې اندېښمن کړي.
امنیتي سرچینو یاده پېښه تایید کړې او واي چې یو وسلهوال غل یې نیولی دی.
د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافي په ټیلېفوني اړیکه کې د یادې پېښې په تایید سره پژواک ته وویل چې د دویم کس د نیولو هڅې روانې دي.
Views: 277
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن