ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۳۹ ډوله طبي بوټي تشخیص کړي

د پنجشېر کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۳۹ ډوله طبي بوټي تشخیص کړي

author avatar
6 Jul 2023 - 19:30
د پنجشېر کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۳۹ ډوله طبي بوټي تشخیص کړي
author avatar
6 Jul 2023 - 19:30

پاراخ (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ۳۹ ډوله طبي بوټي تشخیص کړي دي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس مولوي نصرالله ملک‌زاده له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، دا بوټي د دغه ولایت په مرکز، شتل، عنابه، رخه، دره، ابشار، پریان او حصه اول ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو څانګې تشخیص کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، دا بوټي انجه، سور ساج، سریښ، مرغیلان اغزی، لروک، نعنا، لشمک، پنیری یا پنیرک، غوغن، بوربو، ګزنده، مرخېړی، مطرق، استق، گربه خورک، مریا اژدم، شنشوبی، کاسنی، د هرم طوطیا، شنرو، خیرو ګل، بارتنګ، مستار، زیره، زرشک، د واورې ګل یا ګل برفی، شاطره، ګاوزبان ګل، لالی اغزی، غرنی سیر، درونه، پنج انگشت، بلک، سپیلني، شیرین بیان، غرني پیاز، خینه کاه، رواش او کمال دي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه چې د ترسره شوې سروې له مخې، په ټوله کې په دغه ولایت کې پر ۶ زره ۵۴۹ هکتاره ځمکه طبي بوټي موجود دي او کلني حاصلات یې ۱۵ زره ۳۹۰ کیلوګرامه اټکل شوي دي.

د هغه په وینا، د یادو بوټو ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۵ میلیون افغانۍ کېږي.

نوموړی د یادو بوټو پېژندنې موخه، یو شمېر خصوصي شرکتونو ته د دغو بوټو په داوطلبۍ ورکول بولي او زیاتوي چې له دغو بوټو د بېلابېلو ناروغیو په درملنه کې ګټه اخیستل کېدای شي.

بلخوا، د پنجشېر د کرنې ریاست د نوو ټکنالوجيو عمومي مدیر شېرعلي رازي پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د طبي بوټو کارونه کمه شوې؛ خو په لرو پرتو سیمو کې دېر خلک له دغو بوټو استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړه، د دې لامل چې ډېری خلک طبي بوټي د خپلو ناروغیو درملنې لپاره کاروي، د یاد ولایت په ځینو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو لرې‌والی او دغه راز د خلکو د اقتصاد خرابوالی دی.

ورته مهال، د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو ناروغیو درملنې لپاره له طبي بوټو ګټه اخلي، دا بوټي د درملنې لپاره اغېزناک بولي.

د رخې ولسوالۍ د قابضان کلي اوسېدونکی ذکرالله خان چې له ډېر وخت راهیسې د نس درد لپاره له یو ډول طبي بوټي «درونه» څخه ګټه اخیستې وایې، یو شمېر طبي بوټو یې ډېر دردونه ښه کړي او د پنجشېر د لرو پرتو سیمو ډېر خلک اوس هم له یادو بوټو د خپلو ناروغیو درملنې لپاره کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «اوسمهال هم د درونه به نوم له یوه بوټي چې د غرونو په لوړو څوکو کې شنه کېږي او د پنجشېر خلکو ترمنځ د طبي بوټي په نوم مشهور دی، ډېری خلک د نس درد لپاره ترې ګټه اخلي او زه خپله په کور کې له یاد بوټي د نس درد لپاره ګټه اخلم او د نس درد لپاره ډېر اغېزناک درمل دي.»

بل‌پلو، د پنجشېر مرکز د منهجور کلي اوسېدونکی لطف‌الله وایي، اوس هم د یاد ولایت په ډېرو لرو پرتو سیمو کې له طبي بوټو د ناروغیو درملنې لپاره کار اخیستل کېږي.

هغه خپله د معدې درد لپاره د شنشوبي یا پودینې په نوم له یوه بوټي کار اخلي او وایي چې له څو ورځو راهیسې یې له دغه بوټي ګټه اخیستې ده او د معدې درد یې کم شوی دی.

د رخې ولسوالۍ د پیاوشت کلي یوه زړه ښځه بي‌بي‌عایشه چې اوس هم د روماتیزم ناروغۍ لپاره د ګزنده په نوم له بوټي ګټه اخلي وایي، ډېر کله یې روماتیزم د دغه بوټي په خوړلو سره ښه کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.