ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی

author avatar
6 Jul 2023 - 17:54
د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی
author avatar
6 Jul 2023 - 17:54

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د هواپېژندنې ادارې په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له تالندي، برېښنا او نسبتاً تېزو بادونو سره مل د اورښت او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چنګاښ په ۱۶مه او ۱۷مه په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، بامیان، میدان وردګ، پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو کې نسبتاً د تېزو بادونو، باران او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

د سرچینې په خبره، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وړاندوینه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد په شمال‌لوېدیځو، لوېدیځ او سويل‌لوېدیځو ولایتونو کې نسبتاً د شدیدو بادونو اټکل هم شوی چې سرعت یې په ساعت کې له ۲۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.