Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوړو او درملو ملي اداره: د «AUDY» سفټراکسون امپول د مقطر اوبو ستونزه حل شوه

کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ١٤٠٢): د خوړو او درملو ملي اداره د «AUDY» سفټراکسون امپول په تړاو خپاره شوي راپور په اړه وايي، د دغه امپول د شاوخوا ۸ زره مقطر اوبو ستونزه حل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ادارې تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د «وینټرو لابراتواریز لمیټډ» شرکت له خوا د «AUDY» په تجارتي نوم تولید شوي سفټراکسون امپول لابراتواري ازمایښت څرګنده کړه چې د یادو درملو په مقطر اوبو کې غیرمنحل معلقې ذرې شتون لري او د استفادې وړ نه دي.

پژواک دغه راپور تېره ورځ خپور کړ، خو د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوېد هژیر نن پژواک ته وویل: «دوی دا درمل اصلاح کړي، د سفټراکسون پوډر ستونزه نه لري، صرف مقطر اوبو یې ستونزه درلوده، د ادارې په توافق سره د ټولو (۸۱۰۰ قطيو) مقطر اوبه بدلې کړې او د دې ادارې د تایید وړ هم دي.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.