منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوړو او درملو ملي اداره: د «AUDY» سفټراکسون امپول د مقطر اوبو ستونزه حل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ١٤٠٢): د خوړو او درملو ملي اداره د «AUDY» سفټراکسون امپول په تړاو خپاره شوي راپور په اړه وايي، د دغه امپول د شاوخوا ۸ زره مقطر اوبو ستونزه حل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ادارې تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د «وینټرو لابراتواریز لمیټډ» شرکت له خوا د «AUDY» په تجارتي نوم تولید شوي سفټراکسون امپول لابراتواري ازمایښت څرګنده کړه چې د یادو درملو په مقطر اوبو کې غیرمنحل معلقې ذرې شتون لري او د استفادې وړ نه دي.

پژواک دغه راپور تېره ورځ خپور کړ، خو د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوېد هژیر نن پژواک ته وویل: «دوی دا درمل اصلاح کړي، د سفټراکسون پوډر ستونزه نه لري، صرف مقطر اوبو یې ستونزه درلوده، د ادارې په توافق سره د ټولو (۸۱۰۰ قطيو) مقطر اوبه بدلې کړې او د دې ادارې د تایید وړ هم دي.»

هژیر زیاته کړه: «پلاوی چې ټاکل شوی، دوی تللي او د پلاوي په حضور کې ۸۱۰۰ بوتله مقطر اوبه بېلې او د هنګر مسوول ته تسلیم کړې څو ضبط شي او له منځه یووړل شي، خو په پوډرو کې یې ستونزه نشته، له هغو سره تازه مقطر اوبه یوځای شوې، څو بازار ته د واردولو اجازه پیدا کړي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا