Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان نن له بنګله‌دېش سره دویمه یوه ورځنۍ لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲):  افغانستان له بنګله‌دېش سره د کرکټ د درېيو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.

دغه لوبې د بنګله‌دېش په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک‌‎پاڼه کې لیکلي، افغان کرکټ ملي لوبډله به نن له بنګله‌دېش سره دویمه یوه ورځنۍ  سیالي ترسره کړي او د افغانستان پر مهال د غرمې ۱۲:۳۰ بجې به پیل شي.

دغه راز افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده، د افغانستان او بنګله‌‌‌‎دېش ترمنځ درېيمه یو ورځنۍ لوبه به د روانې جولای میاشتې په یوولسمه نېټه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.