کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): افغانستان له بنګلهدېش سره د کرکټ د درېيو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
دغه لوبې د بنګلهدېش په کوربهتوب ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، افغان کرکټ ملي لوبډله به نن له بنګلهدېش سره دویمه یوه ورځنۍ سیالي ترسره کړي او د افغانستان پر مهال د غرمې ۱۲:۳۰ بجې به پیل شي.
دغه راز افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ درېيمه یو ورځنۍ لوبه به د روانې جولای میاشتې په یوولسمه نېټه ترسره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن