ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېښنا پرچاوي ډېرېدل؛ خلک د دې ستونزې د اساسي حل غوښتونکي دي

د برېښنا پرچاوي ډېرېدل؛ خلک د دې ستونزې د اساسي حل غوښتونکي دي

author avatar
8 Jul 2023 - 19:41
د برېښنا پرچاوي ډېرېدل؛ خلک د دې ستونزې د اساسي حل غوښتونکي دي
author avatar
8 Jul 2023 - 19:41

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کابل ښار ځيني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوي له ډېرېدو شکایت لري او د دې ستونزې د اساسي حل غوښتنه کوي خو د برېښنا شرکت د یادې ستونزې په تایید وایي چې د اساسي حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د یادونې ده، هر کال د هوا په ګرمېدو او هېواد کې د برېښنا تولید کموالي او د ښاریانو له لوري د برېښنا د ډېر مصرف له امله پرچاوۍ ډېرېږي او خلک یې له امله شکایت کوي.

د کابل ښار د کارته پروان سیمې یوې اوسېدونکې لیلا امید په دې ورځو کې د برېښنا پرچاوي له ډېرېدو شکایت لري او وایي: «موږ د برېښنا له کمښت سره مخ یو، په ځانګړي ډول د ورځې له خوا چې ټول کارونه له برېښنا سره تړلي دي.»

هغې زیاته کړه، له لوی اختر وروسته د برېښنا پرچاوي ډېره شوې، د ورځې په اوږدو کې هم قطع وي او د شپې له خوا هم څو ځلې ځي.

نوموړې د برېښنا له شرکته غوښتنه وکړه چې د برېښنا عادلانه وېش ته دې جدي پام ولري.

په ورته وخت کې، د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوه اوسېدونکي مدینه سلطاني هم ورته نظر لري او وایي: «برېښنا اصلاً هيڅ منظمه نه ده، که د ورځې وي، د شپې نه وي، که د شپې وي بیا د ورځې نه وي، ټول خلک په تکلیف دي، په ځانګړي ډول سپین‌ږیري.»

دې هم د یادې ستونزې هواري غوښتنه وکړه او د برېښنا له شرکته یې وغوښتل چې د حل لپاره یې جدي اقدام وکړي او د شپې له خوا دې پرچاوي کمه شي.

د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکی سلیمان وایي: «د برېښنا پرچاوي ټول خلک له ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه چې هوا ګرمه ده، له پکې او کولر پرته سخته وي.»

دغه راز د کابل ښار د قلعه زمانخان سیمې یو اوسېدونکی احمدشاه صالحي په هېواد کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه همېشنۍ یادوي ویې ویل: «هر کال د هوا په ګرمېدو او سړېدو سره د برېښنا مصرف ډېرېږي، پرچاوي ډېرېږي؛ ځکه چې موږ کافي برق نه لرو او برېښنا له ګاونډي هېوادونو واردوو.»

هغه چې تېر حکومت پر ناغېړۍ تورنوي، زیاته کړه: «افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې میلیاردونه ډالر راغلل خو موږ اوسه هم ګاونډيو ته محتاج یو، په داسې حال کې چې موږ کافي انرژي، اوبه، باد، لمر او ګاز لرو، که د برق په تولید کې ترې استفاده شوې وای، اوس به موږ احتیاج نه وو او آن ګاونډیو هېوادونو ته به مو برېښنا صادروله.»

نوموړي له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د برېښنا تولید دې په لومړیتوبونو کې ونیسي او دا ستونزه دې په اساسي ډول حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د برېښنا ریاست په یوه ټوېټ کې ویلي چې د برېښنا تقاضا ۳۴۵.۶ میګاواټ ده او عرضه یې ۲۹۹.۸ میګاواټو ته رسېږي.»

د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک ته وویل چې د هوا په ګرمېدو سره په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې د برېښنا کمښت ستونزه په اساسي ډول هواره کړي او برېښنا به له داخلي سرچینو تولید کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال چې کومه برېښنا خلکو ته توزیع کېږي، اتیا سلنه یې وارداتي ده او شل سلنه یې له داخلي سرچینو تامینیږي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.