ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د اریوب ځاځي تفریحي پارک پاکولو لپاره حشر وشو

 د اریوب ځاځي تفریحي پارک پاکولو لپاره حشر وشو

author avatar
8 Jul 2023 - 15:12
 د اریوب ځاځي تفریحي پارک پاکولو لپاره حشر وشو
author avatar
8 Jul 2023 - 15:12

ګردېز (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د ځینو ولایتونو لسګونو ځوانانو د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ تفريحي پارک پاکولو لپاره حشر وکړ.

دغه حشر پرون د یوه خیریه بنسټ له خوا تنظیم شوی و او لسګونو کسانو برخه پکې اخیستې وه.

د خوست اوسېدونکي نقیب‌الله ځلاند چې په دغه حشر کې يې برخه اخیستې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، پارکونه ملي شتمني ده او ساتنه يې د هر وګړي مسوولیت دی.

هغه زیاته کړه، د اختر په شپو ورځو کې سیلانیانو د دغه پارک په هره برخه کې پلاستیکونه او نور اضافي شیان اچولي وو چې اوس د یوه حشر په پایله کې پاک شو.

د حشر تنظیموونکي او د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وویل: «د يو شمېر ځوانانو او چارواکو په ملتيا مو د ځاځي اريوب ولسوالۍ تفريحي پارک پاک کړ، د اوبو څلور ذخیرې جوړې او سل کثافت‌دانۍ مو هم پکې نصب کړې.»

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیدمحمد سعید هم په دغه حشر کې برخه اخیستې وه.

هغه پژواک ته وویل: «په هيواد کې د ډاډمن امنيت له برکته تفريحي او زيارتي سيمو ته د خلکو ورتګ ډېر شوی او اړوند رياست هم په دې برخه کې کار کوي چې سيلانيانو ته پکې د اوسېدو او تفريح اسانتياوې رامنځته کړي.»

نوموړي زیاته کړه، دوی به د اریوب ځاځي پارک کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

هغه وویل: «په یو شمېر ولایتونو کې څلور تفریحي سیمې په نښه شوې چې د اړتیا وړ ودانۍ او هوټلونه به پکې جوړ شي چې د اریوب ځاځي پارک هم پکې شامل دی.»

د هغوی د معلوماتو له مخې، په تېر لوی اختر کې دغه پارک ته د هېواد له بېلابېلو سیمو ۸۵ زره سیلانیان ورغلي وو.

Views: 266

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.