ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد ته راستون کډوال عظیم‌الله: راغلم، ځان او یو شمېر نورو ځوانانو ته مې د کار زمینه برابره کړه

هېواد ته راستون کډوال عظیم‌الله: راغلم، ځان او یو شمېر نورو ځوانانو ته مې د کار زمینه برابره کړه

author avatar
9 Jul 2023 - 18:01
هېواد ته راستون کډوال عظیم‌الله: راغلم، ځان او یو شمېر نورو ځوانانو ته مې د کار زمینه برابره کړه
author avatar
9 Jul 2023 - 18:01

تالقان (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د تخار ولایت اوسېدونکی عظیم‌الله چې د اقتصادي ستونزو له امله درې ځلې کډوال شوی او د ناقانونه کډوالۍ ستونزې یې تجربه کړې، اوس یې د خامو خښتو په تولید سره ځان او یو شمېر نورو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دغه شاوخوا ۲۸ کلن ځوان چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره د تخار له مرکز تالقان ښاره ۵۰ کیلومتره لرې کلفګان ولسوالۍ ته تللی وايي: «د اقتصادي ستونزو له امله مې درې ځلې د کډوالۍ سختۍ ګاللې او په غیرقانوني توګه د ایران او ترکیې له پولو تېر شوی یم.»

دی وايي، کډوالي له درد او رنځ پرته بل پیغام نه لري، بېرته هېواد ته راغی او اوس د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې له خټو د خامو خښتو تولید له لارې خپل کورني لکښتونه پوره کوي.

هغه چې د اوړي ګرمۍ په زغملو یې تر سره لمر لاندې له خټو خامې خښتې ایستلې او له تندي یې خولې روانې وې؛ له پژواک سره خبرو کې وویل چې هره ورځ د شاوخوا دوه زره خښتو تولیدولو له لارې زر افغانۍ عاید ترلاسه کوي او د ځان ترڅنګ یې ۲۵ نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړې چې هغوی هم له همدې لارې د ژوند چارې پر مخ وړي.

دی زیاتوي: «هوډ مې درلود چې بیا یوه هېواد ته لاړ شم، خو د کډوالۍ سختۍ، له کډوالو سره د پوله ساتو ناوړه چلند او ناوړه استفاده کوونکو کسانو له لوري د کډوالو وهل‌ ټکول، د دې لامل شول چې له خپل هوډه لاس پر سر شم او د وطن په یوه څنډه کې پر یوه کار بوخت شم.»

د هغه په وینا، دا مهال د بېکارۍ له امله زرګونه ځوانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي چې پایله یې له پښېمانۍ پرته بل څه نه دي.

ده له حکومته وغوښتل چې د کارخونو په جوړولو سره بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دغه‌ راز نوموړي په بهر کې له بې‌وزله ځوانانو وغوښتل څو هېواد ته راستانه شي او یو بل ته په لاس ورکولو سره د افغانستان د پرختګ لپاره جدي هڅې وکړي.

د عظیم‌الله ترڅنګ غلام‌محمد بل ځوان دی چې له دې لارې خپل کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

دی وايي چې د ورځې شاوخوا زر افغانۍ عواید ترلاسه کوي چې د ایران او ترکیې هېوادونو په پرتله ورته زیات ارزښت لري، ځکه په خپل وطن کې دی، څوک یې د کډوال په نوم نه یادوي.

د هغه په باور، ډېری ځوانان د کار نشتوالي له امله سیمه‌ییزو هېوادونو ته کډوال کېږي، که حکومت وکولای شي بېکاره کسان ته د کار زمینه برابر کړي، هېڅوک حاضر نه دي چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره خپل هېواد او کور پریږدي.

د تخار اوسېدونکی عبادالله وايي چې په هېواد کې بېکاري د کډوالۍ اصلي لامل دی چې ډېری ځوانان یا په اوبو کې ډوبیږي، یا د ناوړه استفاده کوونکو کسانو لاس ته لویږي او یا هم د پوله ساتو له لوري وهل‌ کېږي او سپکاوی ورته کېږي.

د هغه په خبره، ځوانان د یوه هېواد د ملا تیر حیثیت لري، حکومت دې بېکاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د غیرقانوني کډوالۍ مخنیوی دې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم له دې مخکې ډاډ ورکړی و چې بېکاره کسانو په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو کې هڅې روانې دي.

د یادونې ده چې هر کال سلګونه افغان ځوانان د غیرقانوني کډوالۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې لوی لامل یې بېکاري او د کورنیو اقتصادي ستونزې دي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.